Language

لغمان کې د یوه کانال لپاره د استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

مهترلام (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د لغمان په مرکز مهترلام کې نن د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام په مالي ملاتړ، د ۱۳۰ زره ۸۸۹ امریکايي ډالرو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړولو چارې پيل شوې.

دغه خبره د لغمان والي قاري زین‌العابدین عابد پژواک خبري اژانس ته وکړه او ويې وېل، دغه دېوال د مهترلام په عمرزو سیمه کې د یوه کانال لپاره جوړېږي چې ۵۰۰۰ جریب ځمکه خړوبوي.

د یاد ولایت د سیندیزې حوزې رییس مولوي شیرجان رشیدي پژواک اژانس ته وویل: «یاد محافظوي دېوال ۳۰۰ متره اوږدولی او ۴ عشار ۵ متره لوړوالی لري چې د رغولو چارې به یې د ۳ میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي.»

د سیمې خلک د دغې پروژې له پيلېدو خوښ دي او وايي، ورته نورې انکشافي پروژې دې هم پلې شي.

د عمرزیو سیمې یوه قومي مشر معلم عزت‌الله خاکسار پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی خوښ دي چې د کرنیزو ځمکو لپاره یې د کانال محافظوي دېوال رغول کېږي او ۵۱ کلي به ترې ګټه پورته کوي.

نوموړي وویل چې پخوا به دوی له ګڼو ستونزو سره مخ و، خو په وينا يې چې د یاد کانال محافظوي دېوال په رغېدو سره به ستونزې کمې شي.