Language

بلخ کې د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

مزارشریف (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د بلخ د چمتال او چهابولک ولسوالیو ترمنځ پر یوه سیند د ۸٫۵ میلیون افغانیو په لګښت یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه پل چې د چهاربولک او چمتال ولسوالیو د وطني زیګزیګ او نوښار کلي سره نښلوي، د جوړېدو چارې یې شپږ میاشتې مخکې پیل او تېره ورځ له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس د دغه پله پرانیستې پر مهال وويل چې د چمتال او چهاربولک ولسوالیو د خلکو لپاره به ورته نورې پروژې هم پلې شي.

په همدې حال کې د چهاربولک ولسوال مولوي اسدالله وفا د دغه پله جوړېدل د دواړو ولسوالیو اوسېدونکو ستونزو د حل لپاره مهم وباله او ويې ويل چې دغه پل به د دواړو ولسوالیو ترمنځ سلګونه متره واټن لاره رالنډه کړي.

د یادونې ده، دغه پل د ۸٫۵ میلیون‌ افغانیو په شخصي لګښت د بلخ د پخواني والي مولوي قدرت‌الله ابوحمزه له لوري جوړ شوی دى.

Related Topics