ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال نړۍوال جام کې د مراکش سفر پای ته ورسېد، فرانسه پای‌لوبې ته ولاړه

د فوټبال نړۍوال جام کې د مراکش سفر پای ته ورسېد، فرانسه پای‌لوبې ته ولاړه

author avatar
15 Dec 2022 - 01:34
د فوټبال نړۍوال جام کې د مراکش سفر پای ته ورسېد، فرانسه پای‌لوبې ته ولاړه
author avatar
15 Dec 2022 - 01:34

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): په قطر کې د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دویمه نیمه پای‌لوبه کې فرانسې مراکش ته په ماتې ورکولو سره پای‌لوبې ته لار ومونده او اوس به له ارجنټاین سره لوبه کوي.

مراکش چې د دویم اسلامي او لومړي افریقایي هېواد په توګه د فوټبال نړۍوال جام نیمه  پای‌لوبې ته لار موندلې وه، په دې سیالیو کې یې سفر پای ته ورسېد.

د دویمې نیمه پای‌لوبې په پنځمه دقیقه کې د مراکشي دفاعي لوبغاړو په تېروتنې سره فرانسې ګول وواهه او په لوبه کې مخکې شو؛ د لوبې تر لومړۍ نیمایي پورې بل ګول ونه وهل شو او فرانسې یو پر صفر وړاندې و.

د لوبې دویمه نیمايي ډېره تېزه پیل شوه، مراکشي لوبغاړو پرله‌پسې بریدونه کول، که له یوې خوا بخت ورسره یاري نه کوله، نو له بلې خوا د فرانسې دفاعي لوبغاړو له خپلې دروازې څخه ښه دفاع وکړه او مراکشیانو ته یې د ګول وهلو چانس ورنه کړ.

د لوبې په ۷۹مه دقیقه کې د فرانسې لوبغاړو یو ځل بیا د مراکش دفاع مات کړ او په اسانۍ سره یې دویم ګول وواهه او دا لوبه یې دوه پر صفر وګټله.

فرانسه چې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړۍوال جام اتلولي خپله کړې وه، دا ځل به وکتل شي چې ارجنټاین ته په ماتې ورکولو سره د خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي که نه.

د فوټبال نړۍوال جام سیالیو پای‌لوبه د ډسمبر په ۱۸مه، د فرانسې او ارجنټاین ترمنځ ترسره کېږي.

[/restrict]

Views: 100

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.