Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر، لغمان او بامیان کې له زرګونو اړو کورنیو سره مرسته وشوه

پل‌علم، مهترلام، بامیان (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۱): په لوګر، لغمان او بامیان ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو او ژمنیو جامو مرسته وشوه.

د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې پر ۱۴۰۰ او په څرخ ولسوالۍ کې پر ۲ زره اړو او بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۴ لېټره غوړي، ۶ کیلوګرامه دال، ۶ کیلوګرامه مالګه او یوه بسته د ماشومانو خواړه ورکړل شول.

ده خبر ورکړ چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، محمداغې، خوښۍ، ازرې او خروار ولسوالیو کې هم د اړو کورنیو سروې شوې ده چې ډېر ژر به د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د خوراکي توکو مرسته ورسره وشي.

په لغمان کې هم نن پر څه باندې درې زره اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

د دغه ولایت د الیشنګ ولسوال قاري نورګل دلاور پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د دغې ولسوالۍ له ۳ زره ۳۸۵ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

ده زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، یو من دال نخود، ۵ کیلوګرامه مالګه او نیم کیلوګرام حلوا ورکړل شول.

د یوه بل خبر له مخې، په بامیان کې بیا له ۷۱۶ کورنیو سره د نغدو پیسو او ژمنیو جامو مرسته وشوه.

د دغه ولایت د کډوالو چارو رییس مولوي فضل عمر اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، دا د راستنو شوو کډوالو، داخلي بې‌ځایه شوو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې کورنۍ دي چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان/ IOM له لوري ورسره د نغدو پیسو او ژمنیو جامو مرسته وشوه.

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۱۷۵۰۰ نغدې افغانۍ او ۱۸ قلمه ژمنۍ جامې ورکړل شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.