کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د دغه هېواد د سفیر ماموریت پای ته رسېدلی دی.
یاد سفارت نن په یوه ټوېټ کې لیکلي، په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه د بهادر امینیان دنده پای ته رسېدلې او هغه به د ډیپلوماتیکو اصولو له مخې، له درې کلن خدمت وروسته ایران ته ستون شي.
خو سرچینې د هغه د ځایناستي په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، امینیان درې کاله مخکې په افغانستان کې د سفیر په توګه معرفي شوی و.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن