کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان لپاره د برتانیې د ځانګړي استازي مرستیال د ریاست الوزراء مقام د دفتر له عمومي رئیس سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې په راتلونکو درېیو کلونو کې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره درې میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس، ډاکتر ملا عبدالواسع، د افغانستان لپاره د برتانیې د ځانګړي استازي مرستیال، ايډ هډلي او سیاسي مدیر جیمز بیلمونټي سره، په ارګ کې وکتل.
د فطرت د څرګندونو له مخې، ايډ هډلي ویلي: «هغه څه چې زه عملاً په افغانستان کې وینم، له هغو منفي اوازو ډېر توپیر لري چې موږ په لندن کې اورېدلې.»
ايډ هډلي ویلي چې هیواد یې درې میلیارده افغانۍ په راتلونکو درېیو کلونو کې له افغانستان سره بشري مرستو ته ځانګړې کړې دي.
فطرت لیکلي چې هغه همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بشري مرستو د دهلیز پر پرانیستلو خوښي څرګنده کړه او دا یې اړمنو خلکو ته پر وخت د بشري مرستو د رسېدو لپاره ګټور ګام وباله.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس، هم په یاده کتنه کې ویلي چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ښه تعامل غوښتونکی دی.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت له بشري مرستندویه ادارو سره تل لازمه همکاري کوي، ترڅو مرستې په شفاف او عادلانه ډول پر وخت اړمنو او مستحقو کورنیو ته ورسېږي.
ده زیاته کړې: «موږ د افغانانو ستونزې درک کړي او امکاناتو ته په کتو یې د مسوولینو له لوري د حلولو لپاره دوامداره هڅې روانې دي.»
د ریاست الوزراء مقام د دفتر له عمومي رئیس ویلي چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې او تعلقات په تګ راتګ لا پیاوړي کېږي او «په تېزه لهجه او دښمنۍ» ستونزې نه حلېږي.
ده ویلي چې اسلامي امارت خپل مسوولیت په سالم ډول ادا کوي او له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د متقابل درناوي په چوکاټ کې ښې اړیکې او مثبت تعاملات غواړي.