ژبه

افغانستان کې د ایران د سفیر ماموریت پای ته ورسېد

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د دغه هېواد د سفیر ماموریت پای ته رسېدلی دی.

یاد سفارت نن په یوه ټوېټ کې لیکلي، په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه د بهادر امینیان دنده پای ته رسېدلې او هغه به د ډیپلوماتیکو اصولو له مخې، له درې کلن خدمت وروسته ایران ته ستون شي.

خو سرچینې د هغه د ځای‌ناستي په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، امینیان درې کاله مخکې په افغانستان کې د سفیر په توګه معرفي شوی و.

ورته موضوع