ژبه

د شپږو وزارتونو، د افغانستان بانک او د معیار او کیفیت ادارې د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور

هجرت االله کاکړ

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹:۳۲

Views: ۶

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند نن اقتصاد، کانونو او پټرولیم، مالیې، ټرانسپورټ او هوایي چلند، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د افغانستان بانک او د معیار او کیفیت ادارې، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال مهمې لاسته‌راوړنې او فعالیتونه وړاندې کړل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامې له لارې د هرې ادارې فعالیتونه په ځانګړي ډول تشریح کړل چې په لاندې ډول دي:

د راپور بشپړ متن

اقتصاد وزارت

الف: د حکومتولۍ د اسنادو په برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د افغانستان پنځه کلنه پرمختیايي ستراتیژي جوړه شوه. دغه ستراتیژي د اقتصادي کمېسیون له تأیید وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري منظوره شوه.

دغه ستراتیژي درې اساسي ارکان او ۱۵ لومړیتوب لرونکي پروګرامونه لري، چې د هېواد د پرمختیايي موخو، لکه ښه حکومتولي، د قانون حاکمیت، امنیت او عامه نظم، او اقتصادي او ټولنیزې ودې د تحقق لپاره ترتیب شوې ده. د خوښۍ ځای دی چې د ۱۴۰۵ لمریز مالي کال پرمختیايي بودجه هم د همدې ستراتیژۍ د لومړیتوب لرونکو پروګرامونو پر بنسټ تنظیم او ځانګړې شوې ده.

په دې ستراتیژۍ کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو، د صنعت او سوداګرۍ د ودې، د مستقیمې بهرنۍ پانګونې د جلب او پراختیا، د کوچنیو او منځنیو صنعتونو د ودې، د کورني ګرځندوی، د پایداره کرنې او صنعتي سیمو د رامنځته کولو پروګرامونه هم شامل دي. همدارنګه، د وارداتو د بدیل او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ طرحې هم چمتو شوې دي، چې موخه یې اقتصادي وده، ځان‌بساینه، د کورنیو او بهرنیو پانګونو جلب، د کاري فرصتونو رامنځته کول، پر وارداتو د اتکا کمول او د ملي تولیداتو ملاتړ دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت

الف: د کانونو په برخه کې

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د سرو زرو، مرمر، نفرایت، کرومایټ، ډبرو سکرو، مالګې، اوسپنې، سرب، جست، کوارتز، پولي مېتال، فلورایټ، ګچ، کلسیدور، سرپنتین، ګرانیټ او رخامو د اکتشاف او استخراج ګڼ شمېر قراردادونه لاسلیک شوي، چې ورسره د کانونو استخراج لا مسلکي او معیاري شوی دی.

په همدې موده کې د لویو او کوچنیو کانیزو پروژو په برخه کې له ۱۰ میلیارده افغانیو څخه ډېره پانګونه شوې ده. همدارنګه، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۴۵ نوې کانیزې ساحې کشف او ثبت شوې دي.

ب: د داوطلبیو په برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۵۰ کانیزې پروژې داوطلبۍ ته سپارل شوې یا ورته جوازونه صادر شوي دي.

له دې ډلې، په دایکنډي او تخار ولایتونو کې د مرمر او سرو زرو ۲ لویې کانیزې پروژې او ۸۵ کوچنۍ کانیزې پروژې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره قرارداد شوې دي.

سربېره پر دې، ۱۱۳۸ د مسلکي کان‌کیندنې جوازونه او ۷۲ د کانیزو موادو د پروسس جوازونه هم صادر شوي دي.

په همدې موده کې د کانونو د نوي قانون، د کان‌کیندنې د تخنیکي پالیسیو او طرزالعملونو، او د کانونو په سکتور کې د پانګونې د هڅونې او جلب د ستراتیژۍ د مسودې پر جوړولو هم کار روان و.

ج: د کارموندنې په برخه کې

د کانونو د قراردادونو له لارې په مستقیم ډول ۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده، او د دې بهیر له پیل راهیسې تر اوسه پورې په ټول هېواد کې په مستقیم ډول شاوخوا ۲۰۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.

د مالیې وزارت

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د لېږد را لېږد لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د هېواد په ګمرکونو کې لسګونه انکشافي او تجهیزاتي پروژې پلې شوې دي. د هېواد د لویو ګمرکونو فعالیتونه ۲۴ ساعته تنظیم شوي او د اسیکودا سیستم هم په دوامداره توګه فعال شوی دی.

همدارنګه، په همدې موده کې د سوداګرو ستونزو ته پر وخت رسېدنه شوې، د هېواد د ګمرکونو له چارو څخه دوامداره څارنه ترسره شوې، د ګمرکي پروسو د ساده کولو په برخه کې اغېزناک ګامونه اخیستل شوي او د هېواد په لویو لارو کې د توکو د قاچاق مخنیوی شوی دی.

د معیار او کیفیت ادارې

الف: د معیارونو په برخه کې

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د کانونو، کیمیاوي او پلاستیکي موادو، نساجۍ، ساختماني، برېښنايي او نفتي برخو لپاره ۲۶۸ کورني معیارونه او د ازموینې طریقې چمتو شوې دي.

له دې ډلې، ۶۹ کورني معیارونه او د ازموینې طریقې د اقتصادي کمېسیون له لوري تأیید او د منظورۍ لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی دفتر ته استول شوي دي.

همدارنګه، د خوراکي توکو، برېښنايي تجهیزاتو، طبي وسایلو، ساختماني موادو، چاپېریال، نساجۍ، غوړیو، کانیزو موادو او ډبرو سکرو په برخو کې ۲۳ کورني معیارونه د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا منظور شوي دي.

تر اوسه پورې د اقتصادي، صنعتي او خدماتي برخو لپاره ټولټال ۱۰۰۳ کورني معیارونه تصویب شوي، چې د معیاري کولو د معتبرو اسنادو په توګه عملي کېږي.

ب: د فني همکاریو په برخه کې

د معیار او کیفیت اداره د نړۍ له معتبرو سازمانونو، لکه د معیارونو نړیوال سازمان  (ISO)، د برېښنا تخنیک نړیوال کمېسیون (IEC) او د اسلامي هېوادونو د معیار او اندازه پېژندنې انستیتوت (SMIIC) فعاله غړیتوب لري. دغه اداره له یادو نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد د معیاري کولو او د کیفیت د بنسټیزو جوړښتونو د پراختیا بهیر پر مخ وړي.

همدارنګه، د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر، چین، عمان، کویټ، جاپان، اندونیزیا، مالیزیا، بنګله‌دېش، سریلانکا، ایران، روسیې، اروپایي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو له معیاري ادارو سره یې تخنیکي همکارۍ دوام لري، او د تجربو د تبادلې، ظرفیت لوړونې او د معیار جوړونې د پراختیا په برخو کې اغېزناک تعاملات ساتلي دي.

ج: د کیفیت د تثبیت په برخه کې

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، د هېواد په بندرونو کې د ساختماني توکو د ۱۲۷ زره او ۲۱۱ محمولاتو اړوند ۱۰۴ زره او ۸۴۰ نمونې، د برېښنايي تجهیزاتو د ۲ زره او ۹۴۳ محمولاتو اړوند ۵ زره او ۲۵۶ نمونې او د نساجۍ، څرمنو او کاغذي توکو د ۹۹۷ محمولاتو نمونې تر ازموینې لاندې نیول شوې دي.

د دغو ازموینو په پایله کې، د ساختماني توکو ۱۱۴ محمولې چې وزن یې ۸ زره او ۵۷ ټنه و، او د برېښنايي تجهیزاتو ۱۹ محمولې چې د ټاکل شویو معیارونو خلاف او بې‌کیفیته ثابتې شوې وې، بېرته مسترد شوې دي.

همدارنګه، د دې ادارې په مرکزي لابراتوارونو کې ۱۰۳۲ د ساختماني موادو نمونې، ۳۷۱ د برېښنايي تجهیزاتو نمونې او ۱۳۰۴ د نساجۍ، څرمنو او کاغذو نمونې ارزول شوې او پایلې یې د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ادارو ته استول شوې دي.

سربېره پردې، د بې‌کیفیته توکو د وارداتو د مخنیوي او د کیفیت د تثبیت په موخه، د فراه، نیمروز، حیرتان، آقینې او اسلام‌قلعې په بندرونو، او همدارنګه د هرات، کندهار او بلخ په ولایتونو کې د برېښنايي تجهیزاتو، نساجۍ، څرمنو او کاغذو ۸ لابراتوارونه فعال او تجهیز شوي دي.

سربېره پر دې، د هېواد په کچه د لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او تجهیز لپاره د هند د نړیوال شرکت (TCRC) له استازولۍ سره د پنځو کلونو لپاره د ۴۶ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد هم لاسلیک شوی دی.

د افغانستان بانک

الف: د افغانۍ د ارزښت د ثبات په برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د افغانستان بانک د پولي سیاست د بېلابېلو وسیلو په کارولو سره هڅه کړې چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت له سختو بدلونونو مخنیوی وکړي او د اسعارو په بازار کې ثبات وساتي. د بازار د نغدو پیسو د حجم تنظیم، د اسعارو د لیلامونو ترسره کول، د اسعارو پر بازار دوامداره څارنه او د پیسو د عرضې او تقاضا اغېزناک مدیریت د دې برخې له مهمو اقداماتو څخه وو.

د اغېزناکو پولي سیاستونو او د بازار د مناسب مدیریت په پایله کې، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د تېر کال په پرتله د افغانۍ ارزښت څه باندې ۶ سلنه لوړ شوی دی.

همدارنګه، په همدې موده کې په بازار کې د افغانۍ د دوران ټولیز حجم ۴۰۹ میلیارده افغانیو ته رسېدلی او د ۲ میلیارده، ۵۴۱ میلیونه او ۶۴۵ زره افغانیو په ارزښت زاړه او مندرس بانکنوټونه له بازار څخه راټول او له منځه وړل شوي دي.

ب: د نظارت په برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، پر بانکونو حضوري او غیرحضوري څارنې ترسره شوې، د هغوی مالي وضعیت او نغدي وړتیا ارزول شوې او د بانکي قوانینو او مقرراتو د پلي کېدو کچه هم څېړل شوې ده.

همدارنګه، د افغانستان بانک د غیر بانکي مالي مؤسسو د تنظیم په برخه کې هم مهم اقدامات کړي دي. له دې ډلې، د برېښنايي تادیاتو جامع لارښود تصویب او نافذ شوی، چې د برېښنايي تادیاتو، مالي خدمتونو او ډیجیټلي راکړو ورکړو لپاره یې روښانه حقوقي او تخنیکي چوکاټ برابر کړی دی.

ج: د پروژو د تمویل په برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د افغانستان بانک د ریاست‌الوزراء مقام د اقتصادي معاونیت او د مالیې وزارت په همغږۍ د ملي پروژو د تمویل مېکانېزم بشپړ کړی دی. دا اقدام د لومړي ځل لپاره سوداګریزو بانکونو ته زمینه برابروي، څو د خپلو عادي بانکي فعالیتونو ترڅنګ د هېواد د اقتصادي پراختیا په بهیر کې د فعال شریک په توګه ونډه واخلي.

همدارنګه، د شته معلوماتو له مخې، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د ورکړل شویو تمویلونو ټول شمېر ۱۱۴ زره او ۷۳۳ ته رسېدلی او د دغو تمویلونو ټولیز ارزښت ۹ میلیارده، ۳۶۹ میلیونه، ۶۹۴ زره او ۴۱۹ افغانۍ ته رسېږي.

د یادو تمویلونو په پایله کې، ۱۴۱ زره او ۸۸۹ کسانو ته مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر شوي دي.

همدارنګه، د فعالو ترلاسه کېدونکو تمویلونو شمېر ۴۸ زره او ۹۴۵ ته رسېدلی چې ټولیزه اندازه یې ۲ میلیارده، ۹۹۴ میلیونه، ۹۳۰ زره او ۷۴۴ افغانۍ ده.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت

الف: د ټرانسپورټ په برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د افغانستان له ټولو هوايي ډګرونو څخه ټولټال ۱۲ زره او ۸۳۲ الوتنې ترسره شوې، چې له لارې یې ۱ میلیون، ۵۷۰ زره او ۸۹۶ مسافر لېږدول شوي دي. په همدې موده کې یوازې د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه ۲۸۶۵ کورنۍ او ۴۵۹۶ نړیوالې الوتنې ترسره شوې دي.

همدارنګه، د ځمکني ټرانسپورټ له لارې له ۴۶ میلیونه او ۵۹۲ زره ټنو څخه زیات سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.

ب: د زیربناوو د پراختیا په برخه کې

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د ۶۰ پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې، چې له دې ډلې ۲۱ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. همدارنګه، د هېواد د ټرانسپورټي زیربناوو د پیاوړتیا لپاره د ۱۸۰ نورو پروژو د پلي کولو چارې روانې دي.

په همدې موده کې، په کابل او ټولو ولایتونو کې د ښاري ترمینلونو د جوړولو لپاره د ځمکو د تثبیت بهیر دوام درلود او تر اوسه یوازې په کابل ښار کې د ۷۴ ښاري ترمینلونو لپاره ځمکې تثبیت شوې دي. سربېره پر دې، د ټرانسپورټي تأسیساتو د پروژو د پلي کولو لپاره نږدې ۳۰ زره جریبه ځمکه دې وزارت ته سپارل شوې ده.

د عامه او خصوصي مشارکت له لارې، د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ۱۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۶ ټرانسپورټي پروژو چارې روانې دي. همدارنګه، په کابل ښار کې د ۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۰ نورې ټرانسپورټي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.

سربېره پر دې، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د ۳۸۸ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د ۲۱ ټیرپارکونو او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۵ مسافروړونکو او باروړونکو ترمینلونو د جوړولو چارې هم روانې دي.

په همدې کال کې له ۴۵ زره څخه په زیاتو ټرانسپورټي وسایطو کې د (GPS) دستګاوې نصب شوې او د لومړي ځل لپاره د «افغان آنلاین ټکسي» خدمت هم پیل شو.

ج: د ظرفیت لوړونې په برخه کې

د وزارت د ۲۸۸۶ کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره ۴۷ تخصصي او تخنیکي روزنیز پروګرامونه ترسره شوي دي.

د: د هوا پېژندنې په برخه کې

د هوا د وضعیت په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو په موخه، د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې ۴۰ د هوا پېژندنې دستګاوې نصب شوې دي او د هوا د وضعیت په اړه د رسنیو له لارې په دوامداره توګه خلکو ته خبرتیاوې او عامه پوهاوی ورکول کېږي.

 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت

الف: د پروژو په برخه کې

د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لپاره ۶۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي د غنمو تخمونه په ۱۲ ولایتونو کې وېشل شوي دي. همدارنګه، د غنمو ۸۵۶، د وریجو ۸۹۱ او د جوارو ۶۲۰ نمایشي کروندې جوړې شوې دي.

سربېره پر دې، په ۱۰۰۱ جریبه ځمکه کې د څاڅکي اوبولګولو په سیستم سمبالې مېوه‌لرونکې بڼونه جوړ شوي او ۱۶۶ جریبه نوي سوداګریز بڼونه هم رامنځته شوي دي.

په همدې موده کې، په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د اوبولګولو شبکې او ودانۍ بشپړې شوې، په کندهار کې ۴ او په ارزګان کې ۲ د اوبولګولو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. همدارنګه، د کاپیسا، لغمان، بغلان، کندز، کندهار، ننګرهار او هلمند ولایتونو په کچه ۲۶ زره متره د اوبو ایستلو شبکې رغول او بیا احیا شوې دي.

همدارنګه، په فاریاب ولایت کې د ۱۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت عصري سړې خونې کمپلکس او د ننګرهار، لغمان، کندهار او ارزګان په ولایتونو کې ۸ د اوبولګولو پروژې بشپړې شوې دي، او په پکتیکا ولایت کې د ۶۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت د عصري سړې خونې د کمپلکس د جوړولو چارې دوام لري.

سربېره پر دې، د کرنې وزارت د پنځو ولایتونو له بزګرانو څخه ۲۱ زره او ۴۰۰ مټریک ټنه خوراکي غنم پېرودلي دي، څو د بېړنیو حالاتو پر مهال اړمنو کسانو ته ووېشل شي.

دغه اقدامات د کرنیزو تولیداتو ودې، د مالدارۍ د پیاوړتیا او د هېواد د غذایي امنیت د تأمین په برخه کې د وزارت ځانګړې پاملرنه څرګندوي.

سربېره پر دې، د کرنې وزارت د کرنیز پراختیا د وجهي صندوق له لارې بزګرانو او خصوصي سکتور ته د مرابحې او مضاربت له لارې شاوخوا ۲ میلیارده افغانۍ اسلامي تمویل ورکړی، چې له امله یې د کرنې په برخه کې د پانګونې د ودې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

ب: د کرنې په برخه کې

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، د هېواد په ۲۸ ولایتونو؛ بامیان، بدخشان، بغلان، بلخ، پروان، پکتیا، پنجشېر، تخار، جوزجان، خوست، دایکنډي، زابل، سمنګان، غزني، غور، فاریاب، کابل، کاپیسا، کندز، کندهار، کونړ، لغمان، لوګر، میدان وردګ، ننګرهار، نیمروز، هرات او هلمند کې له ۱ زره او ۷۲۰ مستأجرینو سره د ځمکو د اجارې قراردادونه لاسلیک شوي دي.

د دغو قراردادونو پر بنسټ، ۹ زره جریبه امارتي ځمکه د کرنې، کښت او تولید، د چرګانو فارمونو، مالدارۍ، کبانو روزنې، پمپ‌سټېشنونو، مخابراتي انتنونو، باغدارۍ، د وسایطو پارکینګ، د نفت او ګازو تأسیساتو، د شیدو او لبنیاتو پروسس، هوټلونو او موټر مینځلو په برخو کې په اجاره ورکړل شوې ده.

همدارنګه، د دې وزارت له لوري له ۴۱ زره او ۷۰۵ جریبو څخه زیاته امارتي ځمکه د بېلابېلو موخو لپاره د استفادې په منظور ۲۴ امارتي ادارو ته انتقال شوې ده.

د احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې په ټول هېواد کې پر ۱.۸۹ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، چې له دې ډلې ۱.۳۳ میلیونه هکټاره یې اوبیزه او ۵۶۲ زره هکټاره یې للمي ځمکه ده.

همدارنګه، د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې پر ۱۳۵ زره هکټاره ځمکه وریجې کرل شوې، چې د تېر کال په پرتله ۴.۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

همداراز، د احصایې او معلوماتو ادارې شمېرې ښيي، چې د هېواد د بڼونو ټولیزه ساحه نږدې ۲۵۸ زره هکټاره ته رسېدلې، چې د ۱۳۹۰ لمریز کال په پرتله ۱۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

همدارنګه، د انګورو د تاکستانونو ساحه نږدې ۱۰۰ زره هکټاره ته لوړه شوې، چې ۲۱ سلنه زیاتوالی څرګندوي.

ج: د مالدارۍ په برخه کې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هېواد کې هر کال شاوخوا ۳.۹ میلیونه مټریک ټنه شیدې تولیدېږي، په داسې حال کې چې د هېواد کورنۍ اړتیا نږدې ۳.۷ میلیونه مټریک ټنه ده.

سره له دې چې د شیدو تولید د کورنۍ اړتیا له کچې لوړ دی، خو د شیدو د تولید د ډېرو برخو د لرې پرتو سیمو کې کېدو او د راټولولو، لېږد او پروسس د منظم سیستم د نشتوالي له امله، د لبنیاتو د اړتیا یوه برخه لا هم د وارداتو له لارې پوره کېږي.

سره له دې چې د شیدو د تولید کچه د هېواد له کورنۍ اړتیا لوړه ده، خو د شیدو د تولید ډیرۍ برخه د هېواد په لرو پرتو سیمو کې ترسره کیږي او له بل پلوه، د هېواد په کچه د شېدو را ټولولو د منظم سیستم د نشتوالي له امله، د هېواد د لبنیاتو د اړتیا یوه برخه لا هم د وارداتو له لارې تأمینېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور سره په همغږۍ هوډ لري چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شیدو د راټولولو او پروسس منظم مرکزونه رامنځته کړي څو دې ستونزې ته په اساسي توګه رسېدنه شوي.

د غوښې په برخه کې، د هېواد اړتیاوې اوس مهال له کورنیو تولیداتو څخه پوره کېږي او د خوښۍ ځای دی چې خصوصي سکتور له لوري بهرنیو هېوادونو ته د وزو او پسونو د غوښې صادرات هم پیل شوي دي.

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ټول هېواد کې منظم وقایوي پروګرامونه پلي کړي، چې د ناروغیو د خپرېدو په مخنیوي او د څارویو د تلفاتو په کمولو کې یې مهم رول لوبولی دی.

همدارنګه، په همدې کال کې د مالدارۍ د سکتور د ودې په موخه، په ۲۱ ولایتونو کې د حیواني کلینیکونو د ترمیم او تجهیز چارې ترسره شوې او د څارویو د نسل د اصلاح په موخه، د ۲۰۰ زره شیدو ورکوونکو غواوو لپاره مصنوعي القاح ترسره شوې ده.

د: د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې

د طبیعي سرچینو د ساتنې او د ځنګلونو د بیا احیا په موخه، په بادغیس، هرات او بلخ ولایتونو کې ۱۴۴ هکټاره تخریب شوي د پستې ځنګلونه بیا احیا شوي او د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۱۸۵ هکټاره د چهارمغزو ځنګلونه پراخ شوي دي.

په همدې کال کې، د هېواد په کچه د ملي نیالګیو کېنولو کمپاین له لارې شاوخوا ۱۸.۶ میلیونه نیالګي کېنول شوي، چې ډېره برخه یې په ځنګلي سیمو کې ده.

د کرنې وزارت د ځنګلونو د ساتنې او د بې‌رویه پرېکولو د مخنیوي په موخه، په ځنګل لرونکو ولایتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي کړي او د خلکو د همکارۍ په جلبولو سره یې د ځنګلونو د ساتنې بهیر پیاوړی کړی دی.

همدارنګه، ځنګلي ټولنې، د کرنې وزارت په چوکاټ کې ۱ زره ځنګل ساتونکي او د کورنیو چارو وزارت ۱۲۰۰ کسیزه شنه قطعه په ځنګل لرونکو ولایتونو کې د ځنګلونو د ساتنې او څارنې مسئولیت پر غاړه لري چې د ځنګلونو د تخریب د مخنیوي په برخه کې اغېزناک رول لوبوي.

د احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، د هېواد د ځنګلونو تر پوښښ لاندې ساحه نږدې ۱.۶ میلیونه هکټاره ته رسېدلې، چې د افغانستان د ټولې مساحت له ۲.۵ سلنې څخه زیاته برخه جوړوي.

همدارنګه، د ځنګلونو او نباتي پوښښ ټولیزه ساحه نږدې ۳.۳ میلیونه هکټاره ده، چې د هېواد د ټولې خاورې له ۵ سلنې څخه زیاته برخه رانغاړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت

الف: د صنعت په برخه کې

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، له اوزبیکستان سره د ترجیحي سوداګرۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شوی او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲ زره او ۸۰۴ جریبه ځمکه ۵۷۶ فابریکو ته وېشل شوې ده.

همدارنګه، په همدې کال کې په ۱۶ سکتورونو کې ۱۷۴ نوې او سترې صنعتي کمپنۍ رامنځته شوې او فعالیت یې پیل کړی، چې د دغو شرکتونو په جوړېدو سره د لومړنیو، سپکو او درنو صنایعو په برخو کې ټولټال ۳۴ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه شوې ده.

اوس مهال افغانستان د ۳۰۰ قلمه کورنیو تولیداتو په برخه کې د ځان‌بسیاینې ظرفیت ته رسېدلی او همدارنګه د ۱۰۰ قلمه کورنیو تولیداتو په برخه کې د نیمه ځان‌بسیاینې ظرفیت هم ترلاسه کړی دی.

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه د بېلابېلو صنعتي برخو لپاره د ۱ میلیون او ۷۴۶ زره او ۸۲۵ ټنه وارداتي خامو موادو د ګمرکي معافیت او د ۱ زره او ۳۲۹ پایه ماشین‌آلاتو د ګمرکي معافیت ورکول دي.

ب: د تجارت په برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ ټولیز ارزښت ۱۳ میلیارده او ۹۰۱ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه ۱۳ میلیارده او ۷۴ میلیونه ډالره وه، چې د هېواد د سوداګرۍ د ودې څرګندونه کوي.

همدارنګه، په همدې موده کې د صادراتو ارزښت ۱ میلیارد او ۷۲۲ میلیونه ډالرو او د وارداتو ارزښت ۱۲ میلیارده او ۱۷۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی، حال دا چې تېر کال صادرات ۱ میلیارد او ۷۰۷ میلیونه ډالره او واردات ۱۱ میلیارده او ۳۶۷ میلیونه ډالره وو.

د تېر کال په پرتله صادرات ۱ سلنه او واردات ۷ سلنه زیات شوي دي.

د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې او ملاتړ په موخه، په هېواد دننه ۲۶ او له هېواده بهر ۲۳ نندارتونونه جوړ شوي دي.

ج: د پانګونې په برخه کې

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د خصوصي سکتور او ګاونډیو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۲ میلیارده او ۳۸۹ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۵۰ هوکړه‌لیکونو، سوداګریزو قراردادونو او پانګونې تړونونو د لاسلیک زمینه برابره کړې ده.

همدارنګه، د پانګونې د جلبولو لپاره د همدې کال په لړ کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ۱۲۰ د پانګونې فرصتونه ورپېژندل شوي دي.

سربېره پر دې، د ۵ کلونو مالیاتي معافیت، د ماشین‌آلاتو او د ټیټې کچې سوداګرو د مالونو ګمرکي معافیت، د بانکونو له لارې د اسانتیاوو برابرول، انجنیرانو او مسلکي کارګرانو ته د ۲ کلنې ویزې ورکول او په نوي کابل ښار کې د ځمکې وېش هغه اسانتیاوې دي چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې راستنېدونکو سوداګرو او پانګوالو ته برابرې شوې دي.