ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تناظر: نظام یوازې د حدودو او قصاص په جاري کولو نه اسلامي کېږي؛ د دین ټول احکام دې تطبیق شي

تناظر: نظام یوازې د حدودو او قصاص په جاري کولو نه اسلامي کېږي؛ د دین ټول احکام دې تطبیق شي

author avatar
18 Dec 2022 - 15:23
تناظر: نظام یوازې د حدودو او قصاص په جاري کولو نه اسلامي کېږي؛ د دین ټول احکام دې تطبیق شي
author avatar
18 Dec 2022 - 15:23

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د پژواک ټویټر سپېس (تناظر) خپرونې ځیني مېلمانه وایي، د حدودو او قصاص پلي کولو لپاره دې علتونه حل او له حدودو سره نور تړلي «حکمونه» دې هم پلي شي، خو نور بیا وایي، د دین هر یو حکم په خپل ځای کې مهم دی او باید عمل پرې وشي.

دغه بحث تېره شپه د افغانستان پر وخت ماښام پنځه‌نیمې بجې پیل شو او دوه ساعته یې دوام وکړ. په دې خپرونه کې درېیو مېلمنو د موضوع په تړاو خبرې وکړې او ۱۳۱۵ کسانو په ژوندۍ بڼه واورېده.

تر اوسه په تېر څه باندې یو کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو په دُرو وهل شوي، خو د لېندۍ په ۱۶مه د فراه په مرکز کې پر یوه کس – چې شاوخوا پنځه کاله مخکې یې یو سړی په چاقو وژلی و- په عام محضر کې د قصاص حکم هم پلی شو.

«له حدودو سره تړلي نور موارد هم باید تطبیق شي»

دیني عالم شیخ‌القران و الحدیث مولانا عبدالصبور عباسي وویل، شریعت یوازې د حدودو نفاذ ته نه وايي، بلکې شریعت یو کامل نظام دی او الله (ج) له اسلامي حکومته د ټول شریعت تنفیذ غواړي، خو اوس دا غلط فهمي خپره شوې چې یوازې د حدودو نفاذ د شریعت نفاذ بولي.

دی وايي: «الله تعالی په سورت مائده کې فرمایلي چې د غله سړي او د غلې ښځې لاسونه قطع کړئ، دا د دوی د عمل لپاره جزا شوه او د نورو لپاره عبرت شو، دا مسئله په سورت مائده کې ده او دغه سورت په وروستیو نازل شوو سورتونو کې راځي؛ له دې مخکې په مکي او مدیني ایتونو کې د زکات او عشر حکم شوی، د خلکو د مالي کفالت مسئله بیان شوې، نو چې یو سړی د لاس پرېکولو حکم صادروي، نو له هغه مخکې باید د زکات نظام نافذ کړي چې د چا غلا ته حاجت پاتې نه شي او د خلکو لوږه رفعه شي، نو زما په خیال نیم شریعت نافذول او نیم ته توجه نه ورکول صحي نه ده.»

هغه زیاته کړه، د شریعت حدودو نافذولو ملاتړ کوي خو په هغه ترتیب چې څنګه شرعي حکم وي.

عباسي زیاتوي: «په حدودو کې حق‌الله غالب دی؛ له دې امله فقهاوو ویلي چې حدود په شبهاتو ساقطیږي، له حدودو سره تړلي نور شیان هم باید تطبیق شي، لکه تا د زکات نظام نه دی نافذ کړی، د اسلام اقتصادي نظام دې نه دی نافذ کړی، سود درګرده کېږي، فقر شته او یو سړی میلیونونه روپۍ لري، زکات نه ورکوي، نو ته خو د حد له جاري کولو مخکې له هغه سړي زکات واخله او غریب ته یې ورکړه.»

د ده په وینا، حکومت ولې بېړه لري چې خامخا باید له خلکو لاسونه پرې شي، خلک سنګسار شي یا خامخا باید خلک په درو ووهل شي؛ که هدف د اسلام تطبیقول وي خو هغه هم اسلام دی چې سببونه یې حل شي.

مولوي عباسي په عام محضر کې د حدودو جاري کولو ته په اشاره وویل: «عام محضر، کم تر کمه دوو کسانو او ډېرو نفرو ته هم وايي او حکم پرې تطبیقږي، خو که حکم په عام محضر کې پلی کېږي نو خود به خلک اعتراضات کوي.»

دی وايي: «شریعت د رحمت نظام دی، نو موږ څنګه د رحمت برخه شاته کوو او هغه غضب یې رامخې ته کوو، دا د رحمت برخه یې باید رامخې ته شي څو خلک ترې ګته واخلي؛ حدود اخري خبره ده، چې یو نظام وي او هغه نظام څوک وران نه کړي او د وران‌کارو لپاره سزا ورکول کېږي، اوس د اسلام نظام له سره نشته یا د هغه ډېره لږه برخه ده، نو د جزاګانو برخه څنګه واخلو، ماسره دا خپله اشتباه ده، علما باید دا لږه واضحه کړي.»

دغه راز هغه د سرپرست حکومت پر قضا هم نیوکه وکړه، وې ویل چې اوسنۍ قضا د یوې ډلې قضا ده او قاضيان له یوه پروسیجره تېر شوي نه دي، بلکې د کوم مولوي چې له چا سره رابطه وه، هغه قاضي ګومارل شوی دی.

د ده په اند، نو پر داسې یوه سیسټم به خلک څنګه اعتماد وکړي او دنیا به څنګه اعتماد وکړي، خو په خبره یې، شرعي قضا د اهلیت له مخې او تنظیمي قضا بیا د تنظیم له غړو جوړیږي.

مولوي عباسي دا هم وویل: «چارواکي پر سیسټم باور نه لري؛ یونیم کال شو چې اساسي قانون نشته، د مطبوعاتو قانون نشته، اشخاص به ښه وي، په هغه کې شک نشته، خو په خپلو سلیقو یې چارې روانې کړې دي.»

«حکومت د حدودو او قصاص پلي کولو کې له دقته کار اخلي»

دیني عالم او لیکوال مفتي محمدبشار وویل، د حدودو او قصاص جاري کول د الله (ج) حکم دی؛ په دې کې هيڅوک اختلاف نه لري او ټول مسلمانان په دې اړه توافق لري.

دی هم وايي: «یو نظام د حدودو او قصاص په جاري کولو نه اسلامي کېږي، بلکې اسلام د ژوند د ټولو چارو لپاره یو کامل دین دی او د اسلامي نظام چارواکي مکلف دي چې د دین ټول احکام تطبیق کړي، یوازې حدود او قصاص نه، خو دا یادونه باید وشي چې د دین هر یو حکم په خپل ځای کې مهم دی او عمل پرې په کار دی.»

هغه زیاته کړه، دا چې تر اوسه پر غله شرعي حد نه دی جاری شوی، په دې معنا نه ده چې اسلامي امارت به قصاص پلی کوي او حد نه، د دغو حکمونو پلي کولو لپاره پلټنه او دقت هم شرعي امر دی، په تېر یونیم کال کې یوازې یو ځل قصاص تطبیقیږي نو ښکاري چې نظام په دې برخه کې له ډېر تدقیق څخه کار اخلي.

مفتي بشار زیاتوي، عفوه له قصاص څخه غوره ده، قاضي او حاکم به د مقتول وارث ته تلقین کوي چې عفوه وکړي خو کله چې یوه امیر ته د حدودو او قصاص موضوع ورځي نو د تعدیل حق یې نه لري.

د ده په وینا، اسلامي امارت د سود مخنیوي او د زکات او اسلامي اقتصادي نظام جوړولو لپاره کار کوي او دا به په دې معنا نه وي چې که اقتصادي نظام نشته نو حدود به معطلیږي؛ ځکه قاضي مکلف کېږي او نه شي کولی چې په شرعي حد کې سستي وکړي.

هغه په عام محضر کې د حدودو جاري کولو په اړه بیا وايي: «هر څومره چې ډېر خلک وي، هغومره به عبرت زیات اخیستل کېږي، خو زه له دې سره موافق یم چې دغه ډول پېښې باید رسنیزې نه شي او اسلامي امارت هم اجازه نه ورکوي.»

مفتي بشار د مولوي عباسي د ځینو نیوکو په ځواب کې وویل: «دا چې شیخ صیب وايي، افغانستان کې اسلامي نظام نشته نو فکر کوم دی دې په دې اړه بیا غور وکړي او تاسو فکر وکړئ چې شل کاله اسلامي امارت مبارزه وکړه، بالاخره لوی اشغال مات شو، شرعي نظام حاکم دی، عدالت تأمین دی، سرتاسري امنیت یې راوستلی، اساسي حقوق یې خلکو ته ورکړي او هيڅ ناروا عمل ته زمینه‌سازي نشته، لکه پخوا چې کېدل، قتلونه کېدل، زناوې او غلاوې کېدې، نو په کوم اساس ورته غیرشرعي نظام وايې، نو جناب شیخ صېب دا خبره ستاسو له شان سره نه ښايي او دا خبره باید بېرته واخلئ.»

هغه زیاته کړه چې په اسلامي امارت کې د قاضیانو ټاکنه د ازموینې له لارې شوې او داسې څوک نشته چې «فاسق» وي، که وي حکومت ته دې وروښودل شي څو سمدستي یې منفک کړي.

حدود باید پر ټولو یو شان تطبیق شي

د حقوقي چارو شنونکي عبدالشکور دادرس له حدودو او قصاص څخه مخکې د خلکو پوهاوی مهم بولي، وايي: «دا غوښتنه کوم چې خلک باید پوه کړو څو د حدودو او قصاص په جاري کولو کې شبهې رامنځته نه شي، له همدې سره به ټولنه هم اصلاح شي.»

ده وویل، په ټولنه کې ناخوالې، فقر، بې‌کاري او ظلم شته، خلک ناپوه دي، له همدې امله څو چې علتونه له منځه لاړ نه شي، نو معلول به په خپل ځای وي، یوازې وېره مطرح نه ده، کله چې یاد علتونه له منځه لاړ شي نو فکر کوم جرمونه به بیا لږ واقع کېږي.

هغه زیاته کړه چې حدود اشراف او غیراشراف، غریب او خان نه پېژني، بلکې پر ټولو یو شان تطبیقېږي او که چېرته د تعزیراتو په وضع کولو کې وکتل شي چې یوه کس ته هيڅ نه ویل کېږي او بل ژر راکش کول کېږي نو بیا بې اعتمادي رامنځته کېږي.

دادرس وايي: «ولې په داخل کې د مشورو پروګرام ونه لرو، دا پروګرامونه باید د ټولنې له هر صنف سره پیل شي، لکه له عالمانو، اقتصادپوهانو، استادانو او نورو سره، څو د ژوند ښه کېدو او ارضي تمامیت ساتلو لپاره ترې ګټه واخلو.»

ده پر حکومت غږ وکړ چې پوره حوصله ولري، ټول انتقادونه دې واوري او هر ډول اعتراضونو ته دې هم ځواب وايي څو په خبره یې ستونزو ته د حل لارې ولټول شي.

هغه زیاتوي، اړین تعاملات هم باید وشي؛ ځکه له نړۍوالې ټولنې پرته ژوند ناممکن دی.

Views: 396

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.