اسعداباد (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د کونړ په لسو ولسوالیو کې پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۵۰۰ سیمهییزو ټولګیو د فعالېدو اعلان وشو.
د کونړ ولایت د پوهنې رییس محبالله حیدري پرون (دوشنبه) د کونړ په مرکز اسعداباد کې د یادو مراسمو پرمهال وویل، دغه سیمهییز ټولګي د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په مالي ملاتړ فعال شوي دي.
ده وویل: «د زدهکړو دغه کلیوالي ټولګي چې نجونې او هلکان درس پکې وايي، تر ډېره په هغو سیمو کې جوړ شوي چې ښوونځي ترې لرې دي او ماشومان يې له درسه بېبرخې وو.»
نوموړي زیاته کړه، لا هم د کونړ په ډېرو سیمو کې ښوونځي نشته او ماشومان يې له زدهکړو پاتې دي، خو دوی هڅه کوي چې د پوهنې د ودې لپاره نور سیمهییز ټولګي هم جوړ کړي.
بلخوا، د سیمې خلک د پوهنې وزارت د دغه اقدام هرکلی کوي، خو وايي چې په ټولو سیمو کې دې ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره شي.
د یاد ولایت د اسمار ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر حاجي سمیعالله وویل: «موږ په یوه غرنۍ سیمه کې ژوند کوو، سړکونه مو خراب دي، ښوونځي رانه لرې دي او ماشومان مو له زدهکړو پاتې دي؛ نو د پوهنې ریاست د دغه اقدام هرکلی کوو چې زموږ ماشومانوته يې په خپلو سیمو کې درسي ټولګي جوړ کړي دي.»
هغه زیاته کړه، لا هم د دوی د ولایت په ډېرو سیمو کې ماشومان ښوونځي ته نشي تلای او حکومت دې نور سیمهییز ټولګي هم جوړ کړي.
د کونړ د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر جان ولي خان وويل: «ولس د معارف د پرمختګ په برخه کې له حکومت سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی او د نجونو پرمخ دې د ښوونځيو تړلې دروازې بېرته پرانیستل شي.»
نوموړي زیاته کړه، د کونړ ولایت په ډېری سیمو کې ښوونځي نشته او حکومت باید په ټولو سیمو کې ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره کړي.
Views: 146
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن