کابل (پژواک، ۱ مرغومی ۱۴۰۱): چارواکي وایي، د فاریاب ولایت د علماوو شل کسیزه شورا جوړه شوه او دغه شوار به د محول شوو موضوعاتو په اړه د ولایت اړوند مسئوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه شورا د اسلامي امارت د مشر مولوي هبتالله اخوندزاده د فرمان له مخې د چارو د لا ښه سمون په موخه جوړه شوې ده.
هغه وایي، علماء کرام او متنفذین د یادې شورا د مسئوولینو او غړو په توګه ټاکل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، شیخ حیاتالله حلیم د علماوو شورا د رئیس په توګه، مفتي محمد حسن د شورا د مرستیال په توګه، مولوي خیرمحمد د شورا د غړي او اداري او مالي چارو د مسئوول په توګه، مفتي سید نجیبالله، مولوي عبدالناصر، مولوي مخدوم حفیظالله، مولوي عبدالقاهر، شیخ سید مبشر، مولوي فیضالله، مولوي سید معروف، مفتي ضیاءالرحمان راسخ، مفتي عبدالودود، مولوي جانمحمد، مولوي عبدالقیوم، مفتي عبدالمنان، حاجي عبدالعزیز، مولانا عبدالکریم، محمدعالم کوهي، حاجي محمدعارف او حاجي صاحب محمد عظیم د یادې شورا د غړو په توګه وټاکل شول.
نوموړی وایي، د یادې شورا مسئوولین او غړي مکلفیت لري چي له خپلې لایحې سره سم د فاریاب ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شوو موضوعاتو په اړه د ولایت اړوندو مسئوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکړي.
مجاهد وایي، د ولایت مسئوولین مکلف دي چې د علماوو شورا پر مشورو د دوی د لایحې مطابق عمل او د لایحې په اجراء کې هم پوره هڅه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP