[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): په بلوچستان او سوېلي وزیرستان کې د ناامنیو پېښو کې د څلورو پاکستاني سرتېرو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.
د بلوچستان ځایي چارواکي وایي چې د دې صوبې په کیچ ولسوالۍ کې د ډنوک او ګوګدان په منځنۍ سیمه کې وسلهوالو د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید کړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې په دغه برید کې د یوه افسر په ګډون څلور سرتيري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
امنیتي مسوولینو ویلي چې په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل شوي، خو تر اوسه د پېښې په تړاو نه څوک نیول شوی او نه هم چا د دغه برید مسوولیت اخیستی دی.
خو له دې مخکې د دې ډول بریدونو مسوولیت د بلوڅانو ازادي غوښتونکو ډلې اخیست.
د یو بل خبر له مخې، د ډیورنډ پولې ته څېرمه د خيبر پښتونخوا اړوند سوېلي وزیرستان په برمل سیمه کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي چې دوی وړمه ورځ د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوي وو او نن یې مړي ترلاسه شوي دي.
سرچینو ویلي چې په وژل شوو کې مولوي نورزمان، د هغه زوی او وراره شامل دي.
[/restrict]
Views: 139
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن