کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۱): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د دغه ریاست مرستیال په کابل کې د ایران سفارت له سرپرست سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو او په دغه هېواد کې د افغان کډوالو وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن (د مرغومی ۴مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان په چارو کې د ایران ولسمشر له ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي په مشرۍ پلاوي سره وکتل.»
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي اړیکو او په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
په ټویټرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر د افغانستان اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د زیاتوالي لپاره یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، د افغانستان «اسلامي امارت» د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخه کې د ایران اسلامي جمهوریت له خوا د پانګونې لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د سرچینې په وینا، د ایراني پلاوي مشر حسن کاظمي قمي په افغانستان کې رامنځته شوی وضعیت بې مخینې یاد کړ او زیاته یې کړه چې له دغه وضعیت څخه باید خپله افغانان او د سیمې هېوادونه په ښه ډول ګټه پورته کړي.
نوموړي زیاته کړه چې دوی چمتو دي له افغانستان سره په اقتصادي ډګر کې همکاري وکړي.
هغه دا هم وویل چې ایران د کانونو په استخراج او کرنه کې په کافي اندازه تجربه لري او دوی اماده دي چې خپلې عملي تجربې له افغانانو سره شریکې او په دې برخه کې عملاً پانګونه وکړي.
په یاده ناسته کې دواړو لورو په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې او ملا برادر د افغان کډوالو د کوربهتوب له امله ایران څخه مننه وکړه او د دواړو لورو د اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ
په پای کې دغه ناسته مثبته او د اړیکو د لا پیاوړتیا او اقتصادي پرمختیاوو وسیله وبلل شوه او د دغه ډول ناستو د جوړېدو پر دوام ټینګار وشو.
Views: 128
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن