[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): په امریکا کې مېشتو یو شمېر افغانانو د دغه هېواد پلازمېنه واشنګټن کې د سپینې ماڼې مخې ته د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار په ملاتړ لاریون وکړ.
په واشنګټن کې مېشت افغان خبریال حکمت سروش د مرغومي په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه لاریون کې د امریکا په مریلینډ، ورجینیا او واشنګټن کې مېشت ګڼ شمېر افغانانو ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه چې د لاریون په ګډونوالو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو او د افغان نجونو د زدهکړو او ښځو د کار په ملاتړ یې شعارونه ورکول.
سروش وایي، د لاریون ګډونوالو د امریکا له ولسمشر جو بایډن او نړۍولې ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغان مېرمنو ترڅنګ ودریږي او د افغانستان سرپرست حکومت له خوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو پر ضد د دوی د مبارزې ملاتړ وکړي.
د لاریون یوه ګډونوال میرولي جان لکڼوال پژواک اژانس ته وویل چې دوی نن د افغان نجونو او ښځو له حقونو د ملاتړ په موخه راټول شوي او له هغوی سره خپل یووالی څرګندوي.
هغه زیاته کړه: «اسلام نجونو ته د زدهکړو حق ورکړی، موږ هم غواړو هغه ټول حقوق چې اسلام ښځو او نجونو ته ورکړي، باید ورکړل شي.»
د لاریون یوې ګډونوالې رڼا درانۍ غورځنګ پژواک ته وویل، دوی نن ځکه دلته راټول شوي څو د افغان مظلومو مېرمنو او نجونو غږ نړۍوالو ته ورسوي.
نوموړې زیاته کړه، له افغان نجونو او ښځو ټول بنسټیز حقوق اخیستل شوي او دوی غواړي چې هغوی ته بېرته د زدهکړو او کار حقوق ورکړل شي.
دغه راز د سپینې مخې ته راټول شوو لاریونوالو له نړۍوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې څو د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه لري نه کړي، تعاملات ورسره ودروي.
د دغه لاریون په پرېکړهلیک کې دغه راز له افغانستانه بهر د سرپرست حکومت د سیاسي دفترونو تړلو او د هغوی د مشرانو د شتمنیو کنګل کېدو غوښتنه شوې ده.
د یادونې ده، د افغانستان سرپرست حکومت تېر کال لومړی د نجونو پر ثانوي زدهکړو بندیز ولګاوه او څو ورځې مخکې یې د هغوی لوړو زدهکړې هم وځنډولې.
دغه راز څو ورځې مخکې یې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه چې په پراخه کچه له نړۍوال غبرګون سره مخ شو.
[/restrict]
Views: 110
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن