پلخمري (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): د غوري سیمنټو فابریکې مسوولین وایي، له کورني تولیداتو څخه په مناسبه بیه د ګټې اخیستنې په موخه د دغې فابریکې د سیمنټو پلور یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شو.
د غوري سیمنټو فابریکې رئیس شفیعالله واحدي، نن (شنبه) په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، د هېواد مارکېټونو ته په منظم ډول د غوري سیمنټو لېږد په موخه یې له یوه خصوصي شرکت سره د یو کال لپاره قرارداد کړی چې له مخې به یې، د غوري سیمنټو فابریکه په راتلونکي یوه کال کې ۱۹۵زره ټنه سیمنټ چمتو کوي.
د هغه په وینا، له قراردادي شرکت سره د یوې بوجۍ سیمنټو بیه ۲۹۰ افغانۍ هوکړه شوې، دغه شرکت ممکن یوه بوجۍ په لس یا شل افغانۍ ګټه بازار کې وپلوري چې د هېوادوالو لپاره مناسبه بیه ده.
همدارنګه، د بغلان د کانونو رئیس عبدالله حامد وویل، اوس د دې وخت راغلی چې د غوري سیمنټو فابریکې تولیداتو کچې پر لوړېدو هم غور وشي.
هغه زیاته کړه، د غوري سیمنټو فابریکه د سونتوکو او نورو اړینو معدني ډبرو له پلوه کمی نه لري، د اړتیا وړ ټول مواد په پوره اندازه بغلان کې شته، د سیمنټو له پلوه پر خپل ځان د بساینې لپاره په کار ده چې د فابریکې د تولید کچې پر لوړوالي هم کار وشي.
د قراردادي شرکت مسئوول مبارز برکتزی وایي، د تېرو کلونو په پرتله د غوري سیمنټو فابریکې د سیمنټو کیفیت ښه شوی، ځکه یې د تولیداتو د پلور قرارداد ته زړه ښه کړ.
هغه وویل، د افغاني تولیداتو د ودې په موخه له خلکو غواړي چې د کورونو په جوړولو کې خپل افغاني سیمنټ وکاروي او د فابریکې مسئوولینو ته هم په کار ده چې د سیمنټو کیفیت لا نور ښهوالي ته پام ډېر کړي.
د شوي تړون له مخې، فابریکه باید په یوه شپه او ورځ کې د ۶۵۰ ټنه سیمنټو په تولید ټاکلی معیار پوره کړي؛ دغه فابریکه اوسمهال په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټن سیمنټو د تولید ظرفیت لري، خو مسئولین یې وایي، د تېر کال تولید شوي سیمنټ لري چې د ټاکلي معیار پوره کولو تشه پرې ډکه کړي.
Views: 530
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن