فیضاباد (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۱ ): ځایي سرچینې وايي، د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې تر خاورو لاندې شوي دوه نور کانکیندونکي له ۶۱ ساعتونو وروسته ژغورل شوي دي.
د راپورنو له مخې، له پنجشنبې ورځې راهیسې د یاوان ولسوالۍ، د منزلدشت سیمې په خیراباد کلي کې د سرو زرو پر کان د یوې خاورینې غونډۍ ښویېدو له امله، یو شمېر کسان تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وایي، تر خاورو لاندې شوي دوه نور کانکیندونکي تېر ماښام ژغورل شوي او د ژغورنې عملیات هم پای ته ورسېدل.
نوموړی وايي، یاد کانکېندونکو په هغه تونل کې چې دوی د سرو زرو استخراج لپاره کیندلی و، د ۶۱ ساعتونو لپاره پرته له خوړو او اوبو تېر کړي دي.
هغه زیاتوي، ژغورل شوي کسان د درملنې لپاره د فیضاباد ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن