پل علم (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۱): د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د پوهنې وزارت له لوري ۵۰۰ زره ټوکه درسي کتابونه ورکړل شول چې د زدهکووکو د کتابونو کمښت ستونزه به ۹۰ سلنه ورسره هواره شي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو کتابونو له جملې شاوخوا ۲۰۴ زره ټوکه یې لوګر ته رسېدلي او پاتې نور به د روانې میاشتې تر پایه را ورسېږي.
هغه زیاته کړه، یاد درسي کتابونه د پوهنې ریاست د مسوولینو د پرلهپسې غوښتنو او هلوځلو په پایله کې د پوهنې وزارت له لوري ورکړل شوي او د مهالوېش له مخې به د روان ژمي تر پایه پر زدهکوونکو ووېشل شي.
نوموړی وايي: «په رالېږل شوو درسي کتابونو کې له لومړي تر دوولسم ټولګي په پښتو او دري ژبو چاپ شوي د بېلابېلو مضمونونو کتابونه شامل دي او له وېش وروسته به په لوګر ولایت کې په ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت ستونزه ۹۰ سلنه هواره شي.»
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند زیاتوي، دغه کتابونه په زاړه نصاب چاپ شوي او هیڅ ډول تغیرات پکې نه دي راغلي.
د مرکز پل علم یوه ښوونکي سیدجلال پژواک خبري اژانس ته وویل، په ښوونځيو کې د کتابونو نشتوالی لویه ستونزه ده، خو د تازه چاپ شوو کتابونو له وېش سره به دغه ستونزه تر یوه بریده هواره شي.
هغه زیاته کړه، د پوهنې ریاست ته په کار ده چې مرسته شوي کتابونه بې له ځنډه پر زدهکوونکو ووېشي.
په لوګر کې د درسي کتابونو د کمښت پر ستونزې سربېره، شاوخوا ۱۰۰ دولتي ښوونځي ودانۍ نه لري او شاوخوا ۴۰ نور یې بیارغونې ته اړتیا لري.
Views: 71
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن