کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): په پېښور کې د پاکستان ولسي جرګې د یوه غړي ناصر خان موسیزي پر کور د لاسي بم برید شوی دی.
دغه خبر پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د ځايي پولیسو له قوله خپور کړی دی.
سرچینې لیکلي، د یکشنبې په شپه د پاکستان د ولسي جرګې غړي ناصر خان موسیزي پر کور - چې په پېښور ښار کې د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه موقعیت لري- د نامعلومو کسانو له خوا برید شوی دی.
د یاد خبر له مخې، نامعلومو کسانو د هغه د کور مېلمستون په نښه کړی او دېوال یې نړولی دی.
پولیسو ویلي چې برید د لاسي بم په وسیله شوی او د پېښې په اړه نورې څېړنې روانې دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې ناصر خان موسیزي په پېښور پریس کلب کې دوه ورځې مخکې خبریالانو ته ویلي و چې ګواښونه ورته متوجه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP