پلعلم (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): د لوګر پوهنې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سلګونو سیمهییزو ټولګیو فعالیت ځنډولی چې له امله یې ۳۲ زره ماشومان له زدهکړو بې برخې شوي دي.
د دغه ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، یونیسف له هغه وروسته د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ماشومانو زدهکړو د سلګونو سیمهییزو ټولګیو فعالیت ځنډولی چې سرپرست حکومت د یوه حکم په خپرولو په نادولتي موسسو کې د ښځو کار تر «دویم امر» پورې وځنډاوه.
هغه زیاته کړه، له همدې امله په لوګر کې ۹۱۱ سیمهییز ټولګي- چې ۳۲ زره ماشومانو زدهکړې په کې کولې- تړل شوي دي.
دی وايي، یاد سیمهییز ټولګي د یونیسف په مالي ملاتړ د ژغورنې نړۍوالې کمېټې/ IRC له لوري پر مخ وړل کېدل.
د ده په خبره، د پوهنې ریاست مسوولین هڅه کوي دې ستونزې ته حللار ولټوي څو تړل شوي محلي ټولګي د زدهکوونکو پر مخ بېرته پرانیستل شي.
بلخوا د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیعالله صمیم هم وايي چې یو شمېر نړۍوالو موسسو په دغو ادارو کې د ښځو د کار ځنډولو له پرېکړې وروسته خپل فعالیتونه کم کړي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، دا د مشرانو پرېکړه ده چې په موسساتو کې به ښځې کار نه کوي، له همدې امله یو شمېر موسسو په دغه ولایت کې خپل فعالیتونه بند کړي خو هڅې روانې دي چې د ستونزې حل لپاره بدیلې لارې ولټول شي.
د لوګر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د محلي ټولګیو پر تړل کېدو خواشیني څرګندوي او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د مرکز پلعلم یوه اوسېدونکي محمدرسول پژواک ته وویل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري په مرکز او ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو پر مخ د سیمهییزو ټولګیو تړل خواشینوونکې پرېکړه ده.
هغه زیاتوي، دغه ګام د ماشومانو پر راتلونکي ناوړه اغېزې کولای شي، حکومت ته په کار ده دې ستونزې ته حل لار پيدا کړي.
اقتصاد وزارت د مرغومي په ۳مه په افغانستان کې کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې د خپلو ښځینه کارکوونکو دندې دې تر دویم امر پورې وځنډوي.
له دغه امر وروسته یو شمېر نړۍوالو موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
Views: 75
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن