[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۱): د اسټرالیا کرکټ ادارې له افغانستان سره د لوبو نه کولو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې، کله چې هلته د ښځو او نجونو لپاره ښه شرایط رامنځته شول، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به لوبې بیا پیل شي.
ټاکل شوې وه چې د اسټرالیا کرکټ لوبډله په مارچ میاشت کې هند ته له سفر وروسته، په متحده عربي اماراتو کې له افغان لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
خو د اسټرالیا کرکټ ادارې پرون له افغانستان سره خپلې یادې نړۍوالې لوبې لغوه اعلان کړې او ویې ویل چې دغه کار یې په افغانستان کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو د بندیز په غبرګون کې کړی دی.
د اسټرالیا پر دې پرېکړې د افغانستان کرکټ بورډ او د راشد خان په ګډون یو شمېر ملي لوبغاړو سخت غبرګون وښود او دا یې نا عادلانه وبلله.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کرکټ لوبه باید له سیاسته جلا کړای شي.
افغان ملي لوبغاړي نوینالحق د اسټرالیا په بیګباش سیالیو کې له لوبېدو انکار وکړ او راشد خان هم ګواښ وکړ چې که دا پرېکړه بدله نه شي، نو دی به هم په راتلونکي کې په بیګباش کې د لوبېدو په اړه فکر وکړي.
اوس د اسټرالیا کرکټ ادارې یو ځل بیا د افغانستان پر وړاندې له سیالیو څخه د وتلو لپاره د خپلې جنجالي پرېکړې دفاع کړې ده.
د اسټرالیا کرکټ بورډ اجرائیوي مشر نایک هاکلي د فرانسې اژانس (ایاېفپي) ته ویلي چې بنسټیز بشري حقونه سیاست نه دی.
هغه زیاته کړې: «دا په ښکاره ډول یو ډېر ننګوونکی او غمجن وضعیت دی، موږ دا پرېکړه په اسانه سره نه ده کړې.»
د نوموړي په وینا، د اسټرالیا کرکټ بورډ له افغانستان سره لوبې ته هیلهمن و او د افغانستان له کرکټ بورډ سره یې په منظم ډول تماس درلود.
هاکلي ویلي: «د افغانستان سرپرست حکومت په دې وروستیو کې د ښځو لپاره اساسي بشري حقونه نور هم محدود کړل، دغه کار زموږ د پرېکړې لامل شو چې له دې لوبو څخه ووځو.»
هغه وایي، د اسټرالیا کرکټ ادارې د لوبې له لغوه کولو مخکې د اسټرالیا له حکومت او نورو سره مشوره کړې ده.
نوموړي دغهراز د افغانستان تر ټولو پېژندل شوي لوبغاړي راشد خان ته هم ځواب ورکړی چې د دې لوبو په لغوه کېدو یې نیوکه کړې وه. راشد خان خبرداری ورکړی و چې د استرالیا په بیګباش لیګ کې به د خپل راتلونکي په اړه «په دقیق غور وکړي.»
هاکلي وویل: «موږ د راشد خان او د افغانستان د کرکټ نورو لوبغاړو څرګندونې په داسې حال کې منو او ستاینه یې کوو چې په پوهنتونونو کې د ښځو منع کولو په اړه د طالبانو پرېکړه غندو. راشد ته تل په BBL کې ښه راغلاست وایو.»
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP