ژبه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره درېیمه شل‌اوریزه لوبه ترسره کوي

هجرت‌الله کاکړ

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۰۸:۵۹

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د درېیو شل‌اوریزو نړۍوالو لوبو په لړ کې نن له هند سره خپله درېیمه لوبه ترسره کوي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې د ډيلي په ارون جېټلي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

همدارنګه دغه شل‌اوریزه لوبلړۍ د افغانستان په کوربه‌توب په هند کې ترسره کېږي.

د یادونې ده، په دغو سیالیو کې افغانستان  له دې مخکې خپلې دوه لوبې هند ته بایللې دي.