[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان (یونسکو) وايي، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنورۍ ۲۴مه نېټه -چې د زدهکړو نړۍواله ورځ ده- د افغان نجونو او ښځو په نوم ځانګړې شوې ده.
د یونسکو مشر ادرې ازولي په همدې مناسبت، افغان نجونو او ښځو ته د تعلیم اساسي حقونو بېرته ورکولو غوښتنه هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت تېر کال لومړی د نجونو ثانوي زدهکړې وځنډولې او تېره میاشت یې اعلان وکړ چې د نجونو لوړې زدهکړې او په نادولتي موسسو کې د ښځو دندې هم تر دویم امر پورې ځنډېدلې دي.
د یونسکو له خوا په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زدهکړې نړۍوال بشري حق دی او په نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نشته چې د نجونو او ښځو د زدهکړو مخه ونیسي.
سرچینې زیاته کړې، دا د نړۍوالې ټولنې مسوولیت دی چې د افغان نجونو د تعلیم او زدهکړو د حق په بېرته اعاده کولو کې عاجل اقدامات وکړي.
یونسکو د جنورۍ په ۲۴مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې یوه غونډه رابللې چې د دغه سازمان عمومي منشي به هم په کې ګډون کوي.
په دې غونډې کې د افغان نجونو او ښځو د تعلیم پر حقونو ځانګړی بحث کېږي.
[/restrict]
Views: 67
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن