کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۱): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په تېرو دوو ورځو کې ۳۱۲۳ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر کسان د هرات اسلام کلا او نیمروز پل ابرېشم له لارې راغلي دي.
سرچینه د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاتوي چې د یادو افغان کډوالو له ډلې ځيني یې په داوطلبانه ډول هېواد ته راستانه شوي او یو شمېر نور یې له ایرانه په زور را ایستل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کډوالو چارو وزارت استازولیو د راستانه شوو کډوالو له سروې وروسته ۳۷ کورنۍ او ۷۱ مجرد کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ سازمان (ای او اېم) ته ورپېژندلي چې د یاد بنسټ له خوا هغو ته بشري مرستې هم ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې چې د تېرې میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه هم له ایرانه یو زرو ۹۵۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي وو.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن