کلات (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): د زابل د شملزو ولسوالۍ اوسېدونکو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ له ورغلي پلاوي وغوښتل چې له دې ولسوالۍ تر مرکز کلات پورې دې غځېدلی ۱۰۴ کیلومتره سړک دې ورغول شي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري پرون یادې ولسوالۍ ته سفر کړی و او د خلکو ستونزې یې له نږدې واورېدې.
د ولسوالۍ اوسېدونکو له هغه سره ګڼې ستونزې شریکې کړې چې د شملزو- کلات سړک رغولو غوښتنه یې په سر کې وه.
د شملزو د زنځیر سیمې یوه مخور ډاکټر وزیر وویل، دغې ولسوالۍ ته په تېرو شلو کې هیڅ پام نه دی شوی او له پرمختیايي بهیره وروسته پاتې ده.
هغه زیاته کړه، د ولسوالۍ اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي خو تر ټولو جدي ستونزه د شملزو- کلات سړک خرابوالی دی.
نوموړی وايي، دغه سړک چې ۱۰۴ کیلومتره اوږدوالی لري، خام دی او په ژمي موسم کې پرې تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مل دی.
د هغه په خبره، له همدې امله ډېر مهال بېړني ناروغان پر وخت تر کلات ښار پورې نه شي رسولای او په لار کې ساه ورکوي.
هغه له ورغلي پلاوي غوښتنه وکړه چې د خلکو دا جدي ستونزه د کابینې تر مېزه ورسوي او د حل لپاره یې لاس په کار شي.
د شملزو ولسوالۍ بل اوسېدونکي دراني بیا د سړک ستونزې ترڅنګ له غربت، بېروزګارۍ او اسانتیاوو له نشتوالي شکایت وکړ او غوښتنه یې وکړه چې خلکو ته دې خدمات وړاندې شي.
هغه ټینګار وکړ چې په دغې ولسوالۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د ګمرک ودانۍ دې ژر جوړه شي څو خلکو ته د سوداګرۍ او روزګار زمینه برابره شي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري وویل، د شملزو ولسوالۍ اوسېدونکو ستونزې یې له نږدې واورېدې او د حل په موخه به یې تر کابینې ورسوي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت ژمن دی چې په دې ولسوالۍ کې به ګمرک جوړوي.
نوموړی وايي، د شملزو- کلات لار جوړول د خلکو له بنسټیزو غوښتنو څخه ده چې د ګمرک چارو له پیل سره هممهاله به د سړک جوړولو چارې هم پیل شي.
د یادې سرحدي شملزو ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې حال کې تر مرکز کلاته د غځېدلي خام سړک پخولو غوښتنه کوي چې ارغنداب، دایچوپان او خاک افغان ولسوالیو ته غځېدلې لارې هم خامې دي او اوسېدونکي یې د پخېدو غوښتنه کوي.
څو اوونۍ مخکې د زابل د اوسېدونکو له پرلهپسې غوښتنو وروسته په شملزو ولسوالۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د بادیني لار په اوونۍ کې څلور ورځې د مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
دغه لار د افغان او پاکستاني لوري په موافقه پرانیستل شوې چې په ورځني ډول به ۱۵۰ مسافرو ته له دې غاړې او ۱۵۰ مسافرو ته له هغې غاړې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي، خو کوم کسان چې بېړني ناروغان لري، څلورویشت ساعته به یې پر مخ لار پرانيستې وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP