ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

توماس وېسټ د افغانستان په تړاو خبرو لپاره پاکستان، جرمني او سویس ته سفر کوي

توماس وېسټ د افغانستان په تړاو خبرو لپاره پاکستان، جرمني او سویس ته سفر کوي

author avatar
30 Jan 2023 - 10:48
توماس وېسټ د افغانستان په تړاو خبرو لپاره پاکستان، جرمني او سویس ته سفر کوي
author avatar
30 Jan 2023 - 10:48

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱): د امريکا متحده ایالتونو د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړى استازى توماس وېسټ به له خپلو شریکانو سره د مشورې لپاره پاکستان، جرمني او سويس ته سفر وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د دغه مطلب د څرګندولو ترڅنګ راغلي چې توماس وېسټ په دغه سفر کې –چې د سلواغې له ۹مې تر ۱۳مې نېټې ترسره کېږي- له خپلو سیالانو، افغانانو او مرستندویه بنسټونو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه سلا مشورې کوي.

سرچینې لیکلي: «د طالبانو وروستیو فرمانونو نړۍواله ټولنه له ډېرو ننګونو سره مخ کړې ده؛ ځکه موږ د افغانستان د خلکو ملاتړ او د خپلو ګټو ساتنې په لټه کې یو. توماس وېسټ به له خپلو سیالانو سره د یوه داسې سیمه‌ییز او نړۍوال مشترک غبرګون اصلاح لپاره چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو
ډله‌ییزې ژمنتیا او حیاتي مرستو ته د لاسرسي ښکارندوی وي، کار وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې، د نجونو لوړې زده‌کړې او په کورنیو او بهرنيو نادولتي موسسو کې د ښځو کار د اسلامي امارت له خوا تر دویم امر پورې ځنډول شوي دي، خو افغان چارواکو ویلي، هڅه کوي چې دغو مسایلو ته د شریعت په چوکاټ کې یوه حل‌لاره پيدا کړي.

Views: 105

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.