[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱): د پاکستان د دفاع وزیر یو ځل بیا ادعا کړې ده چې ترهګر د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.
نوموړي دا څرګندونې د خیبر پښتونخوا ایالت د پېښور ښار د پولیسو په یوه جومات کې له ځانمرګي برید وروسته کړې دي.
نن د ماسپښین لمانځه پر مهال د خيبر پښتونخوا ایالت د پېښور ښار د پولیسو د یوه مرکز په جومات کې ځانمرګی برید وشو چې له امله یې ۵۹ کسان ووژل او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شول.
د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت دغه برید په کلکه غندلی دی.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف د پېښور چاودنې ته په اشاره ویلي چې د دوحې تړون له مخې د افغانستان خاوره باید د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.
خو هغه له جیو ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، داسې شواهد یې ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي او د پاکستان ثبات له منځه وړي.
خواجه اصف ویلي چې کابل او اسلام اباد باید په ګډه د ترهګرۍ پر ضد ګډ اقدامات وکړي.
د یادونې ده، پاکستان له دې مخکې هم دا ډول تورونه لګولي خو د افغانستان حکومت رد کړي دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP