جلالاباد (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): د لوړو زدهکړو وزارت مرستيال وايي، پر يوې طرحې کار روان دى چې ډېر ژر به بشپړ شي او له مخې به يې، نجونو ته د اسلامي شريعت په چوکاټ کې پوهنتون ته د تګ اجازه ورکړل شي.
دغه څرګندونې د لوړو زدهکړو وزارت مرستیال لطفالله خیرخواه ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال د خصوصي پوهنتونونو له مسوولينو سره په ليدنه کې کړې دي.
په دې لیدنه کې، په ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زدهکړو موسسو اتحاديې رييس طارق کمال وويل، له کومې ورځې چې پوهنتون ته د ښځينه محصلينو د ورتګ مخه نيول شوې، د خصوصي پوهنتونونو محصلين نږدې نيمايي کم شوي دي.
کمال وایي، د نجونو د زدهکړو د ځنډ له امله خصوصي پوهنتونونه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه هيلهمندي وښوده چې اسلامي امارت به د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي.
کمال زیاتوي: «طبیعي ده چې مونږ په پوهنتونو کې د نجونو د زدهکړو د بندیز په اړه اندېښنې مخکې هم شریکې کړې او وزارت ډاډ راکړی چې دا ستونزې به حل کوي.»
په همدې حال کې، د لوړو زدهکړو وزارت مرستیال لطفالله خیرخوا وایي، په پوهنتونونو کې نجونو ته د زدهکړو بېرته پیل په اړه پر یوې ځانګړې طرحې کار پیل شوی دی.
هغه ډاډ ورکوي چې دغه طرحه به په نږدې وختونو کې نهايي شي او ښځينه محصلينو ته به د اسلامي شریعت په رڼا کې د تګ اجازه ورکړل شي.
بل لورته، د ننګرهار اوسېدونکي هم ټينګار کوي چې ښځو ته بايد د زدهکړو اجازه ورکړل شي.
د جلالاباد ښار يوه اوسېدونکي ميرزا خان پژواک ته وويل، د نارینهوو ترڅنګ ښځې هم حق لري چې زدهکړې وکړي.
هغه له حکومته وغوښتل چې د نجونو د زدهکړو پر وړاندې د خنډونو پر ځای دې، دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
خلک داسې مهال په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار کوي چې تازه د لوړو زدهکړو وزارت په خصوصي پوهنتونونو کې د راتلونکې کانکور ازموینې لپاره د نجونو نوملیکنه تر بل امره ځنډولې ده.
Views: 435
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن