Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپل کې نامعلومو وسله‌والو یو ځوان وژلی

سرپل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): د سرپل امنیتي مسوولین وایي، تېره شپه یو ۱۷ کلن ځوان د دغه ولایت په مرکز کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د سرپل د پولیسو ویاند دین‌محمد نظري نن (د سلواغې ۱۸مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «د سرپل د شهرنو سیمې اوسېدونکی مبین د کمال‌الدین زوی تېره شپه ۶:۳۰ دقیقې په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له لوري په مرمۍ وژل شوی دی.»

هغه زیاته کړه، تر اوسه د دې وژنې د علت او انګېزې په اړه معلومات نشته خو پولیسو په پېښه کې د لاس لرلو په تور یو کس نیولی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.