شبرغان (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق/ یونیسف د دغه ولایت له عامې روغتیا ریاست سره د ۷،۵ میلیون افغانیو په ارزښت د درملو مرسته کړې ده.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس قاري ذبیحالله حسیني پژواک خبري اژانس ته وویل، د مؤظف پلاوي تر څارنې لاندې د روغتیايي مرکزونو د اړتیا وړ مرسته شوي درمل یې د یونیسف دفتر له خوا ترلاسه کړي او د افغان کورنیو د پیستون دفتر (SAF) ته سپارل شوي دي.
د هغه په خبره، ټاکل شوې چې (SAF) دفتر دغه درمل له عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۹ روغتیايي مرکزونو ته ولېږدوي.
نوموړي زیاته کړه، په دې مرسته کې ۱۷۷ بېلابېل ډول درمل شامل دي چې ۷ اعشاریه ۵ میلیون افغانۍ ارزښت لري او ډېر ژر به روغتیايي مرکزونو ته انتقال او خلکو ته ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP