ژبه

د اوکراین او روسیې په متقابلو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي

Khwaja Nasir Sideqi

۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۲:۱۴

Views: ۱

د اوکراین او روسیې په متقابلو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): روسي چارواکي وایي، د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د روسیې په تاتارستان کې دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي؛ د روسیې په شپنیو بریدونو کې د اوکراین په اودیسا کې هم د نهو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

اسوشېټېډ پرېس نن راپور ورکړی چې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په مټ د تاتارستان د نیژنیکامسک ښار په نښه کړی دی.

د تاتارستان د سیمه‌ییز مشر رستم مینیخانوف د دفتر په وینا، په برید کې دوه ملکي کسان وژل شوي او ۱۲ نور کسان ټپیان شوي دي.

د نیژنیکامسک ښاروال رادمیر بیلیایف د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې د برید له امله «د ښار په یوه صنعتي مرکز» کې اور لګېدلی دی.

اوکراین وایي، د روسیې د کراسنودار په سیمه کې یې د سلاویانسک-آن-کوبان د نفتو مهمه تصفیه‌خانه د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې په نښه کړې چې له امله یې د پروسس یوې برخې او د زېرمو په ساحه کې لوی اور لګېدلی دی.

د کراسنودار چارواکو ویلي، د «یوه شرکت» پر تاسیساتو په برید کې درې کسان ټپیان شوي، د تېلو یو پایپ‌لاین زیانمن شوی او اور لګېدلی، خو د اوکراین ادعا یې په مستقیم ډول نه ده تایید کړې.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې تېره شپه یې ۳۸۹ اوکرایني ډرونونه د روسیې پر بېلابېلو سیمو او د روسیې تر کنټرول لاندې کریمیا کې نسکور کړي دي.

بلخوا روسیې هم د اوکراین پر اودیسا او لوېدیځو سیمو هوايي بریدونه کړي .

د اودیسا د پوځي ادارې مشر سېرهي لیساک ویلي، د روسیې په پراخ شپني برید کې لږ تر لږه نهه کسان ټپیان شوي دي.

اودیسا د تور سمندر پر غاړه د اوکراین تر ټولو مهم بندري مرکز دی او په وروستیو میاشتو کې څو ځله د روسیې د ډرون او توغندیزو بریدونو هدف ګرځېدلی دی.