[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان رېلپټلۍ اداره وایي، له ازبکستان څخه د حیرتان بندر له لارې د اورګاډي په وسیله د سوداګریزو توکو د انتقالاتو بهیر له یوې هوکړې وروسته یو ځل بیا پیل شو.
د افغانستان رېلپټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع دراني د سلواغې په ۲۱مه، په یوه وېډیویي پیغام کې -چې د دوی پر ټویټر خپور شوی- ویلي، د دغې ادارې د مشر بختالرحمن شرافت په مشرۍ یوه پلاوي تېره اونۍ په همدې موخه ازبکستان ته سفر کړی و.
سرچینې لیکلي، د دغه سفر موخه افغان لوري ته د حیرتان- مزارشریف رېلپټلۍ د مسولیتونو سپارلو په اړه له ازبک پلاوي سره مذاکرات و.
دراني ویلي، له افغانستانه تللي پلاوي له ازبک لوري سره تر مذاکراتو وروسته هوکړه وکړه چې د حیرتان- مزارشریف رېلپټلۍ مدیریتي چارې به افغان لوري ته سپارل کېږي.
هغه زیاته کړه، د وروستي تړون مسودې جوړولو لپاره د دواړو لورو له خوا تخنیکي کمېټې ټاکل شوې او ډېر ژر به دغه مسوده چمتو کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نن د سلواغې په ۲۱مه له حیرتان- مزار رېلپټلۍ څخه د انتقالاتو عادي بهیر بېرته پیل شو او په همدې توګه به دوام وکړي.
سرچینې که څه هم د یادې لارې د تړون کره وخت نه دی ښودلی، خو وایي چې دغه تړون به ډېر ژر وروستی او لاسلیک شي.
سرچینې دا هم ویلي چې له ازبکستان څخه همدا اوس د حیرتان-مزارشریف رېلپټلې له لارې شاوخوا ۵۰ واګونه سوداګریز توکي را ورسېدل.
پر یاده لار د توکو د لېږد رالېږد بهیر د ازبکستان اورګاډي ادارې له لوري ځنډول شوی او ادعا یې کړې چې د افغانستان له خوا هغه مکلفیتونه نه پوره کېدل چې د دې شبکې خوندیتابه او ساتنې لپاره ټاکل شوي وو.
د یادونې ده، د حیرتان-مزارشریف ترمنځ ۷۵ کلیومتره رېلپټلۍ ۱۳ کاله مخکې د ازبکستان له خوا د ۱۲۹ میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP