کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۱): په جرمني کې یوې محکمې هغه دوه افغان وروڼه پر عمري بند محکوم کړي چې خپله خور یې له دې امله وژلې وه چې ګواکې «عصري» ژوند کوي.
د فرانس پریس خبري اژانس راپور له مخې، وژل شوې ۳۴ کلنه مېرمن مریم نومېده او د دوو ماشومانو مور وه چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د جولای په میاشت کې په برلین کې له خپل کوره نادرکه شوې وه او څو اونۍ وروسته یې مړی د جرمني د باوریا ایالت په سوېل کې په یوې غونډۍ کې موندل شوی و.
سرچینه زیاتوي، هغه مهال چې دا مېرمن نادرکه وه، د اورګاډي امنیتي کمرو انځورونو وښوده چې د مریم وروڼه یوسف او مهدي له برلین څخه باوریا ته له یوه درانه بکس سره سفر کوي چې ګومان کېږي د مریم مړی په کې و.
پولیسو د مریم مړی په داسې حال کې موندلی و چې لاسونه، پښې، خوله او پزه یې پلستر شوي وو او غاړه یې پرې شوې وه.
د یاد اژانس د راپور له مخې، د محکمې قاضي ټامس ګروس ویلي، دغو دوو افغان وروڼو- چې عمرونه یې د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ دي- خپله خور ځکه وژلې چې د هغې د “عصري ژوند له کولو” سره مخالف وو.
د جرمني چارواکو ویلي، د پېښې قرباني له خپل مېړه څخه- چې په ۱۶ کلنۍ کې یې واده ورسره کړی و او د هغه د پرله پسې تاوتریخوالي ښکار وه- طلاق اخیستی و.
دواړو وروڼو مدافع وکیلان هم لرل چې استدلال یې کاوه یوسف د لفظي شخړې پر مهال خپله خور سهواً وژلې او مهدي باید خوشی شي، خو محکمې دا ادعاوې رد کړې او هغوی ته یې د عمري بند سزا واوروله.
Views: 2025
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن