ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او ترکمنستان د تورغونډۍ رېل‌پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد پر زیاتولو خبرې کړې دي

افغانستان او ترکمنستان د تورغونډۍ رېل‌پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد پر زیاتولو خبرې کړې دي

author avatar
18 Feb 2023 - 11:25
افغانستان او ترکمنستان د تورغونډۍ رېل‌پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد پر زیاتولو خبرې کړې دي
author avatar
18 Feb 2023 - 11:25

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): د هرات رېل‌پټلۍ رییس د ترکمنستان د رېل‌پټلۍ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې د تورغونډۍ رېل‌پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد پر زیاتولو، د اسانتیاوو پر چمتو کولو او د ورځني کاري وخت پر زیاتولو خبرې وکړې.

د افغانستان رېل‌پټلۍ ادارې په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د هرات د اوسپنې پټلۍ ریاست رییس مفتي محمدنسیم محمدي د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ وزارت له مرستیال ساریوف او مل پلاوي سره ولیدل.»

سرچینې لیکلي، په دغه لیدنه کې -چې پرون د هرات تورغونډۍ بندر کې شوې- د بېلابېلو ادارو مسوولینو ګډون درلود.

سرچینه زیاتوي، افغان او ترکمن لورو د تورغونډۍ رېل‌پټلۍ له لارې د توکو د لېږد رالېږد پر زیاتولو، د لا ښه اسانتیاوو پر چمتو کولو، د ورځني کاري وخت پر ډېرولو، له دغه هېواده د سوداګریزو توکو پر خوندي لېږد رالېږد او په ټوله کې د بندر د لا ښه مدیریت اړوند خبرې وکړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په لیدنه کې دواړو لورو د دوه‌اړخیزه همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ او وپتېیل شوه چې په نږدې ورځو کې به د دواړو لورو ترمنځ یوه ناسته وشي، څو د چارو د لاښه‌والي په موخه په کې اړینې پرېکړې او هوکړې وشي.

د یادونې ده، د سلواغې په ۲۷مه د تورغونډۍ رېل‌پټلۍ له لارې ٧٥ واګونه خوراکي توکي -چې وزن یې ۵ زره او ۳۳ ټنه و- هېواد ته وارد او ٥٠ ټنه ترانزیټ مالټې له همدې لار بهر ته صادر شوي دي.

افغانستان په داسې حال کې له ترکمنستان سره د تورغونډۍ رېل‌پټلۍ له لارې د توکو د لېږد رالېږد پر زیاتولو خبرې کړې چې څو ورځې مخکې یې له ازبکستان سره د حیرتان رېل‌پټلۍ په برخه کې په ۱۰ سلنه تخفيف نوى تړون لاسليک کړ.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د رېل‌پټلۍ لار د ځینو ستونزو له امله د ۱۲ ورځو لپاره تړل شوې وه، خو د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ له څلور ورځنیو مذاکراتو وروسته بېرته پرانستل شوه.

دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په ورځنۍ توګه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ واګونونو پورې اموال صادر او واردېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.