ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خیرخواه: د پوهنتون استادان دې د یوه معیاري نصاب جوړولو هڅه وکړي

خیرخواه: د پوهنتون استادان دې د یوه معیاري نصاب جوړولو هڅه وکړي

author avatar
19 Feb 2023 - 17:51
خیرخواه: د پوهنتون استادان دې د یوه معیاري نصاب جوړولو هڅه وکړي
author avatar
19 Feb 2023 - 17:51

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خیرخواه د پوهنتون له استادانو وغوښتل چې د یوه معیاري او کره نصاب جوړولو په برخه کې پوره هڅه وکړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت نن د سلواغې په ۳۰مه په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي چې د افغان نړۍوال پوهنتون او د هېواد بېلابېلو تحصیلي بنسټونو د ۲۹ څانګو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا درېیم پړاو کلسټر پیل شو.

سرچینې لیکلي، د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف‌الله خیرخواه وویل: «علم په یوه ځانګړي هېواد او خاورې پورې منحصر نه دی، موږ کولای شو چې د نړۍ پرمختللو هېوادونو له نصابونو څخه په خپل نصاب کې ګټه واخلو.»

سرچینه زیاتوي، د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال نصاب د علم بنسټ او د ټولنې رهبري‌کوونکی وباله او د پوهنتون له ټولو استادانو یې وغوښتل چې د یوه معیاري او کره نصاب جوړولو په برخه کې پوره هڅه وکړي.

سرچینه کاږي، د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نصاب مشر مفتي عبدالرووف فراهي د یاد کلسټر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، په دغه پړاو کې به د یادو څانګو تحصیلي نصاب بشپړ او د راټولېدنې، ډيزاین او صحافت چارې به یې ترسره کېږي.

سرچینې څرګنده کړه، د تحصیلي نصاب د ملي کمېسیون غړي پوهندوی داوود‌‌شاه فاروق د کلسټر د کار بڼه تشریح کړه او ګډونوالو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاد کلسټر کې د لیسانس برخې د طب، ساینس، فارمسي، ویترنري، کمیپوټر ساینس او د افغان نړۍوال پوهنتون د فوق لېسانس برخې د طب، انجنیري او زراعت څانګو نصابونه شامل دي چې په دې پړاو کې به بشپړ او د تدریس په موخه به تحصیلي بنسټونو ته واستول شي.

Views: 211

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.