ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینو ولایتونو کې د امو سیند غاړې زیانمنونکو ساحو د تمحکیماتو کار پیل شو

ځینو ولایتونو کې د امو سیند غاړې زیانمنونکو ساحو د تمحکیماتو کار پیل شو

author avatar
20 Feb 2023 - 16:05
ځینو ولایتونو کې د امو سیند غاړې زیانمنونکو ساحو د تمحکیماتو کار پیل شو
author avatar
20 Feb 2023 - 16:05

کندوز (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د اوبو او برېښنا وزارت مسوولینو د هېواد په څو سرحدي ولایتونو کې د امو سیند غاړې په زیانمنونکو سیمو کې د تحکیماتو کار پیلېدو خبر ورکړی دی.

د اوبو او برېښنا وزارت مرستیال مجیب‌الرحمن عمر اخندزاده چې د خلکو ستونزو هواري او د یاد سیند سواحلو د تحکیماتو کار پرانیستي په موخه ځينو شمالي ولایتونو ته سفر کړی وایي، د یادو پروژو ترسره کولو لپاره یې دوه میلیارده افغانۍ د لنډمهال لپاره په کندوز، تخار، جوزجان او بلخ ولایت کې په پام کې نیولې دي.

د هغه په خبره، د امو سیند سواحلو د تحکیماتو لپاره به دوه میلیارده افغانۍ په بېړني ډول او شپږ میلیارده افغانۍ په عادي ډول مصرف شي.

هغه زیاتوي، په اوږد مهاله موده کې به د دغه کار لپاره شپږ میلیارده افغانۍ نوره بودجه هم مصرف شي.

نوموړي وویل، دغه وزارت پلان لري څو د اموسیند غاړو ټولو زیانمنونکو سیمو کې د تحکیماتو کار ترسره کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ د سیند سواحلو د تحکیماتو لپاره دوه ډوله پلان لرو، یو یې بېړنی دی چې د هغه لپاره دوه میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې، زموږ بل پلان اوږدمهال دی چې هغه ته شپږ میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې او  په پام کې لرو څو د امو سیند ټولو زیانمنونکو ساحو ته رسېدنه وکړو.»

د هغه په خبره، د امو سیند سواحلو تحکیماتو کار به تر هغه دوام وکړي څو له تخریباتو یې په بشپړ ډول مخه نه وي نیول شوې.

له بلې خوا، امو سیند ته څېرمه اوسېدونکي د حکونمت له دغه اقدامه هرکلی کوي او وايي چې د یادې پروژې کارونو په بشپړېدو سره به د کرنیزو ځمکو او کورونو ویجاړېدو مخه ونیول شي.

د کندوز یو اوسېدونکی محمدمیر چې امو سیند ته څېرمه اوسېږي، د دې پروژې کار په پیلېدو خوښ دی او وایي، د دغه کار په بشپړېدو سره به د اوبو له امله د ډېر تخریب مخه ونیول شي.

هغه وویل: «موږ له اسلامي امارته ډېر خوشحاله یو چې موږ ته یې دغه پروژه راوړه، زموږ ډېرې کرنیزې ځمکې د تخریب له خطر سره مخ وې، کورونه یې تخریب کړي وو، که دغه پروژه عملي شوې  نه وای هم به شېرخان بندر او هم به عمومي سړک له خطر سره مخ وای.»

د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی اسدالله هم وایي چې د امو سیند سواحلو تحکیماتو پروژې په عملي کېدو سره به د کرنیزو ځمکو، کورونو او عامه تاسیساتو تخریباتو مخه ونیول شي.

د امو سیند سواحلو تحکیماتو کار په داسې حال کې په کندوز او نورو ولایتونو کې پیلېږي چې له دې مخکې د امو سیند غاړې اوسېدونکو د امو سیند له پرله پسې تخریباتو شکایت درلود.

Views: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.