Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان دفاع وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی

کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۱): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ له یوه لوړپوړي پاکستاني پلاوي سره په کابل کې کتلي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن (چهارشنبه) په یو لړ ټوېټونو کې لیکلي چې د پاکستان یوه لوړپوړي پلاوي د دغه هېواد د دفاع وزیر په مشرۍ کابل ته سفر کړی او د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره یې د دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو اړیکو او سوداګرۍ په تړاو خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاريو هم خبرې شوې دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې افغانستان او پاکستان ګاونډي هېوادونه دي او بايد له يو بل سره ښې اړيکې ولري.

هغه څرګنده کړې، سوداګریز او اقتصادي مسایل باید له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا اووسي او د سیاسي مسایلو ښکار نه شي.

نوموړي دغه‌راز له پاکستاني لوري غوښتي چې په دغه هېواد کې بندي افغانان هم ازاد کړي.‎

هغه زیاته کړې ‎چې د تورخم او سپین‌ بولدک پر لارو تلونکو مسافرو لپاره باید ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شي او د بېړنیو ناروغانو د تګ راتګ زمینه هم مساعده شي.

په ورته مهال، پاکستاني لوري هم د يادو ستونزو د هواري ډاډ ورکړی او زياته کړې یې ده چې اړوند وزارتونه او ټاکلې کمېټې به په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.