[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۱): د راپورونو پر بنسټ، د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې لس فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا سل نور ټپیان شوي دي.
په فلسطین کې روغتیايي مسوولین او یو شمېر عیني شاهدانو ویلي، د اسراییلي ځواکونو له خوا پرون د لوېدیځې غاړې د «نابلس» سیمه کې عملیات کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې عملیاتو کې لس کسان وژل شوي او نږدې ۱۰۰ نور ټپیان دي.
په فلسطین کې د «اسلامي جهاد» ډلې ویلي چې د اسراییل پوځ د دوی دوه سیمهییز قومندانان محاصره کړي چې جګړه یې وپاروله او نور وسلهوال هم په کې دخیل شول.
د رویټرز خبري اژانس وايي، په سیمه کې د چاودنې غږونه اورېدل شوي او د سیمې ځوانان زرهي موټر په ډبرو وېشتلي دي.
په فلسطین کې سرچینو ویلي چې د «اسلامي جهاد» دوه قوماندانان او یو بل وسلهوال وژل شوي دي.
دغه راز په وژل شوو کې د مسوولینو په وینا، یو ۷۲ کلن او یو ۱۴ کلن عام وګړي هم شامل دي. ډاکټران وايي چې ۹۷ نور فلسطینیان ژوبل شوي چې د شپږو یې وضعیت ښه نه دی.
نابلس او ورڅېرمه سیمه جنین د فلسطینانو له یو برید وروسته، له تېر کال راهيسې د اسراییل پوځ د عملیاتو مهمه نقطه بلل کېږي.
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د روان ۲۰۲۳ کال له پیله راپه دېخوا تر دې دمه د اسرایيل پوځ په عملیاتو کې ۵۷ کسان وژل شوي چې وسله وال او ولسي خلک په کې شامل دي.
د اسرایيل د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي چې د فلسطینیانو په بریدونو کې ۱۰ اسراییلیان او یو اوکرایني سیلاني وژل شوي دي.
د فلسطین خپلواکې ادارې د ولسمشر محمود عباس ویاند نبیل ابو رودینه وویل: «موږ په نابلس کې د یرغل برید غندو او زموږ پر خلکو باندې د روانو بریدونو بندولو غږ کوو.»
یادونه: په دې خبر کې د امریکا غږ له راپور څخه استفاده شوې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP