Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا د ګوانتانامو دوه بندیان ازاد کړل

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): امریکا اعلان کړی چې دوه پاکستاني وروڼه یې د ګوانتانامو له زندانه ازاد کړي او خپل هېواد ته یې استولي دي چې له دې سره په دغه زندان کې د بندیانو شمېر ۳۲ کسانو ته کم شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د یادو دوو پاکستاني وروڼو (عبدالرباني او محمدرباني) د ازادېدو او پاکستان ته یې د استولو خبر ورکړی دی.

یاد دوه کسان په ۲۰۰۲ کال کې له القاعدې سره د تړاو په تور د پاکستان په کراچۍ کې نیول شوي وو.

پنټاګون ویلي، عبدالرباني د القاعده ملاتړی او محمدرباني دې ډلې ته د مالي او مخکښو مشرانو ته یې د سفر اسانتیاوو برابرونکی و.

په خبرپاڼه کې راغلي: «متحده ایالتونه د پاکستان له دولت او نورو شریکانو څخه قدرداني کوي چې په مسوولانه ډول د بندیانو شمېر په کمولو او بالاخره د ګوانتانامو زندان د تاسیساتو په تړلو کې د متحده ایالتونو له دومدارو هڅو یې ملاتړ کړی دی.»

د یادونې ده، د ګوانتنامو زندان د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته -چې پکې شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسان ووژل شول- پر ترهګرۍ تورنو بهرنیو کسانو زنداني کولو لپاره په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش له خوا جوړ شو.

په ۲۰۲۱ کال کې چې کله جو بایډن د امریکا ولسمشر شو وویل، هیله‌من دی چې دغه مرکز وتړي.

یاد زندان له دې امله ډېر مشهور دی چې له بندیانو سره به پکې د څېړنو پر مهال ډېر تاوتریخجن چلند کېده.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، په ټوله کې یاد زندان کې ۳۲ بندیان پاتې چې له ډلې یې ۱۸ کسان د انتقال شرایط پوره کړي دي.

له دې مخکې، د حاجي بشير په نوم په ګوانتانامو کې وروستی افغان بندي او په کندهار کې یو ستر سوداګر او د اسلامي امارت مهم غړی له ۱۸ کلونو بند وروسته له یاد زندانه ازاد شو او د روان کال د وږي په ۲۸مه کابل ته ورسېد.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.