ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوړو زده‌کړو وزارت: د سړو سیمو پوهنتونونو د هلکانو درسونه د کب په ۱۵مه پیلېږي

د لوړو زده‌کړو وزارت: د سړو سیمو پوهنتونونو د هلکانو درسونه د کب په ۱۵مه پیلېږي

author avatar
1 Mar 2023 - 23:31
د لوړو زده‌کړو وزارت: د سړو سیمو پوهنتونونو د هلکانو درسونه د کب په ۱۵مه پیلېږي
author avatar
1 Mar 2023 - 23:31

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د لوړو زده‌کړو وزارت اعلان کړی چې د کابل په ګډون د سړو سیمو دولتي پوهنتونونو د هلکانو درسونه د کب په ۱۵مه پیلېږي.

دغه وزارت د کب په ۱۰مه د شپې ناوخته په یوه لنډه خبرپاڼه کې چې پر ټویټر یې خپله کړې لیکلي: «د لوړو زده‌کړو وزارت رهبرۍ شورا د پرېکړې پر بنسټ، په پام کې ده چې د هېواد دولتي تحصیلي بنسټونو د سړو سیمو د ذکور محصلینو بهاري سمسټر درسونه د روان لمریز کال د کب په ۱۵مه نېټه په رسمي ډول پیل شي.»

خو دغه وزارت د اناثو محصلینو زده‌کړو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې درې اونۍ وروسته په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال هم پیل شي.

د یادونې ده، د لوړو زده‌کړو وزارت درې میاشتې مخکې (ډسمبر، ۲۰۲۲) په ټولو دولتي او غیردولتي پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه او تر بل حکمه پورې یې وځنډولې.

دغه راز تېره میاشت دغه وزارت د خصوصي پوهنتونونو کانکور ازموینو کې هم نجونې له ګډونه منع کړې.

[/restrict]

Views: 155

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.