کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د پوهنې وزارت له سرپرست سره د افغانستان د تعلیمي وضعیت په اړه مفصلې خبرې کړې او له پوهنې برخې سره یې د خپلو بې قید او شرط مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
د پوهنې وزارت په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا نن په کابل کې د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیبالله اغا سره لیدلي دي.
سرچینې لیکلي، په دغه لیدنه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د هېواد له پوهنې برخې سره له قید او شرط پرته مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
د ټویټ په دوام کې د پوهنې سرپرست وزیر له قوله ویل شوي چې د افغانستان له تعلیمي نظام څخه د ملګرو ملتونو له ملاتړه مننه کړې ده.
هغه زیاته کړې: «له نېکهمرغه اسلامي امارت په ډېره کمه موده کې د امنیت، اقتصاد او پوهنې په برخو کې د پام وړ لاستهراوړنې درلودلې دي.»
مولوي حبیبالله هیله څرګنده کړې چې نړۍواله ټولنه دې هم باید د جنګځپلي افغانستان پر وړاندې خپل مسوولیتونه درک کړي او مرستندویه لوري دې د خلکو لاسنیوي ته وهڅوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP