جلالاباد (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت سپين غر، اچين، مومندرې او لعلپورې ولسواليو کې د ۲۱ کیلومترو په اوږدوالي پنځه فرعي سړکونه او دوه د اوبو کانالونه بياورغول شول.
چارواکي وایي، د دغو پروژو په تطبيق کې سلګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې او سلګونو کورنيو ته يې ګټه رسېږي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر قريشي بدلون د کب په ۱۶مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولایت د سينديزې حوزې، کرنې، کليو پراختيا، حج او اوقافو او د شهيدانو او معلولينو رياستونو په ګډه د پنځو سړکونو بيارغونې چارې ترسره کړې دي.
دی وايي، دغه سړکونه چې اوږدوالی يې ۲۱ کيلومتره کېږي، د اچين او سپين غر ولسواليو په مربوطاتو کې دي چې يوازې هموار او جغل اندازي شوي دي.
د قريشي په خبره، د دې پروژې لويه موخه خلکو ته د کار زمينې برابرول وو چې سلګونو کسانو ته په کې د کار په بدل کې خوراکي توکي ورکړل شول.
بلخوا د ننګرهار ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست له لوري د دغه ولايت مومندرې او لعلپورې ولسواليو کې دوه کانالونه بياورغول شول.
د ننګرهار د کرنې رياست معلوماتو له مخې، د دغو کانالونو په جوړېدو ۳ ميليون افغانۍ لګښت راغلی چې د بشري مرستو موسسې (OHW) له خوا يې کارونه ترسره شوي دي.
د کرنې رياست پژواک ته په رالېږلې يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د مومندرې ولسوالۍ کانال ۴ کيلومټره او د لعلپورې ولسوالۍ ۳نيم کيلومټر اوږدوالی لري او په بيارغونې سره يې سلګونه جريبه ځمکه خړوبه شوه.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دا ډول پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي چې د بې روزګارۍ کچه کمه کړي او ت څنګ يې کرنې ته پرمختګ ورکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن