[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): که څه هم اسلامي امارت په افغانستان کې په رسمي توګه د ښځو نړۍواله ورځ ونه نمانځله خو د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د دې ورځې مبارکي ورکړې ده.
د مارچ اتمه د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده؛ دا ورځ په ټوله نړۍ کې د ښځو د پیوستون ورځې په توګه نمانځل کېږي.
خو اسلامي امارت په هېواد کې دا ورځ په رسمي توګه ونه نمانځله.
بلخوا له ارګه د کب په ۱۷مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر له خوا د افغانستان ټولو مؤمنو، پتمنو او دردېدلو مېرمنو ته مبارکي ورکړل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ مسلمانو، په ځانګړي ډول افغان مېرمنو اغېزناک رول لوبولی، په بېلابېلو غزواتو، د تعلیم په پراخولو او حتا د اوسني شل کلن جهاد په بریالیتوب کې یې د پام وړ رول ترسره کړی دی.
مولوي عبدالکبیر ویلي، د اسلام مبارک دین، نر او ښځې ته په یوه سترګه ګوري، دواړه د ټولنې دوه وزرونه بولي. د مېرمنو عزت او درناوی کوي او ټول د مېرمنو احترام او له هغوی سره عدالت او ښو اړیکو ته رابولي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي احکامو او ارشاداتو په رڼا کې د ښځو حقونو او درنښت ته قایل دی. اسلامي امارت نه غواړي چې د تېرې دورې په څېر په تشو شعارو او بېځایه وعدو ښځې وغولوي او د پروژو او پيسو ترلاسه کولو لپاره ترې ابزاري استفاده وکړي.
سرچینې ویلي، اسلامي امارت غواړي چې په واقعي معنا د ښځو حیثیت او عزت خوندي وي او د دنیا او اخرت سعادت یې په نصیب شي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «اسلامي امارت په زور د کونډو په نکاح کول، په بدو کې د ښځو ورکول، هغوی ته د ناکړې ګناه سزا ورکول او دې ته ورته ناروا او پر ښځو کېدونکي ظلمونه په کلکه منع کړي دي.»
مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت نجونو ته د زدهکړو شرایطو او ښځو ته په ټولنه کې د کار او سوداګرۍ لپاره د ډاډمن او خوندي چاپېریال برابرولو لپاره هڅې کوي چې ښځې د اسلام او د افغانانو د کلتور په چوکاټ کې په هر ډګر کې ځان وویني او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.
[/restrict]
Views: 96
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن