Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۲۰ جوړو د واده مراسم ترسره شول

غزني (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۱): غزني کې د یوه کس په مالي ملاتړ د ۲۰ ځوانو جوړو د واده یوځايي مراسم ترسره شول.

د یادو مراسمو موخه د ډېرو لګښتونو مخنیوی او له هغو کسانو سره مرسته ښودل شوې چې د اقتصادي وضعیت خرابوالي له امله يې له کلونو راهیسې د واده لګښتونو پرې کولو توان نه درلود.

د یاد ډله‌ییز واده مراسمو لګښت د مولوي سیدګل احمد معتمدي په نوم یوه کس له خوا شوی دی.

مولوي سید ګل‌احمد معتمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، له اتو کلونو راهیسې هغو ځوانانو ته د ډله‌ییز واده مراسم جوړوي چې اقتصادي وضعیت يې خراب وي.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه مې سلګونو هغو ځوانانو ته په انفرادي او ډله‌ییز ډول د واده مراسم جوړ کړي چې د ودونو د لګښت توان يې نه درلود.»

معتمدي وویل، د نننیو مراسمو لګښت څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو ته رسېږي چې ټول ده له خپله جېبه ورکړی دی.

د هغه په وینا، په ډله‌ییز واده یوه ګټه دا ده چې د بېځایه او ډېر لګښت مخه نیول کېږي.

نوموړی وايي، په دې برخه کې به خپلو هڅو ته د ملي سوداګرو او شتمنو پر مټ دوام ورکړي.

د محمدامان نجات په نوم یو کس چې د یادو ۲۰ جوړو ودونو په مراسمو کې يې ګډون درلود، پژواک خبري اژانس ته وویل، د واده لګښتونه ډېر زیات شوي او د ځوانانو اقتصادي وضعیت دومره ښه نه دی چې دغه لګښتونه په یوازې ځان پوره کړي.

هغه وايي، دغه ډول مراسم د زیاتو لګښتونو مخه نیسي او یو مثبت کار دی.

نوموړي له نورو شتمنو هېوادوالو هم غوښتنه وکړه چې د مولوي سید ګل‌احمد معتمدي په شان له ځوانانو سره مرسته وکړي او د ودونو د لګښت کمېدو په موخه دې د ډله‌ییزو مراسمو لپاره زمینه برابره کړي.

د دغه ډله‌ییز واده یوه ګډون‌کوونکي سید طیب وويل: «کلونه مخکې مې کوژده کړې وه خو د واده لګښت مې نه شو پوره کولای، نن دا زمینه راته برابره شوه او خوښ یم چې په کم لګښت مې د واده مراسم ترسره کړل.»

د یادونې ده، له دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر ديني عالمانو او شتمنو هېوادوالو له خوا ګڼو ځوانانو ته د واده یوځايي مراسم نیول شوي دي.

د روانې کب میاشتې په ۹مه په کندهار کې د سېلاب خیریه بنسټ له لوري د هغو ۵۰ جوړو د واده یوځايي مراسم ترسره شول چې د اقتصادي ستونزو له امله یې نه شو کولای د واده مراسم جوړ کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.