ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونسکو: افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو د محرومیت دوام به د یوه نسل د نابودېدو لامل شي

یونسکو: افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو د محرومیت دوام به د یوه نسل د نابودېدو لامل شي

author avatar
14 Mar 2023 - 15:55
یونسکو: افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو د محرومیت دوام به د یوه نسل د نابودېدو لامل شي
author avatar
14 Mar 2023 - 15:55

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان پرون ویلي چې که په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو په اړه پرېکړه تغییر و نه‌کړي، له ښوونې د نجونو د محرومیت دوام به د یوه نسل د نابودېدو لامل شي.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) پرون په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې پکې له زده‌کړو منع دي.

یاد سازمان دې ته په اشارې سره چې د یوه ملت د پرمختګ لپاره د لوستو او تحصیل‌کړو ښځو رول مهم دی، خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو د محرومیت دوام به د یوه نسل د نابودېدو لامل شي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش پرون د دغه سازمان په مقر کې له ښځو سره په یوه ناسته کې ویلي، په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولنیز ژونده څنډې ته شوې دي او عملاً په کورني زندانونو کې بندیانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پوهنتونونو کې د نوو سمسترونو په پیلېدو سره هیلې وې چې د پوهنتونونو دروازې به د نجونو پر مخ هم خلاصې شي، خو داسې ونه شول او یوازې هلکان خپلو درسونو ته لاړل.

د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو ټينګار کړی چې پر یوې طرحې کار وران دی او په بشپړېدو به یې ټولو ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.