ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ګمرک عوایدو کې ۶۵ سلنه ډېروالی راغلی

د کندهار ګمرک عوایدو کې ۶۵ سلنه ډېروالی راغلی

author avatar
27 Mar 2023 - 14:02
د کندهار ګمرک عوایدو کې ۶۵ سلنه ډېروالی راغلی
author avatar
27 Mar 2023 - 14:02

کندهار (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۲): د کندهار ګمرک مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د وړم کال په پرتله د دغه ولایت د ګمرک عواید ۶۵ سلنه ډېر شوي دي.

د دغه ولایت د ګمرک ویاند خلیل‌الرحمن وردګ پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار ګمرک په ۱۴۰۱ لمریز کال کې ټولټال ۱۴ میلیارد، ۲۳ میلیون، ۷۴۵ زره او ۵۷۰ افغانۍ عواید راټول کړي، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې یې ۸ میلیارد، ۵۱۴ میلیون، ۲۶۱ زره او ۸۸۹ افغانۍ عواید ټول کړي وو.

هغه زیاته کړه، دغو شمېرو ته په کتو د ۱۴۰۰ کال په پرتله په ۱۴۰۱ کال کې د دغه ولایت د ګمرک عواید ۵۶ سلنه ډېر شوي دي.

د هغه په خبره، دغه عواید له بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو، تعمیراتي سامان‌‎الاتو، درملو او نورو سوداګریزو مالونو څخه ترلاسه شوي چې له پاکستان او یا له همدې لارې له نورو هېوادونو هېواد ته وارد شوي دي.

نوموړي د عوایدو ډېرېدو لاملونه د مالي فساد له منځه وړل، د هېواد ملي سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول او دغه راز د معیاري چټکو خدماتو وړاندې کول یاد کړل.

نوموړي وویل، په دغه کال کې د ګمرک عواید په داسې حال کې ډېر شوي چې پر لومړنیو خوراکي توکو ګمرک محصول ۷۰ سلنه کم شوی دی.

د ګمرک ویاند وايي، په اداره کې د مامورینو پر مسلکیتوب او ظرفیت لوړونې هم کار شوی چې په نوي کال کې به لا پراخ شي چې عواید به ورسره نور هم ډېر شي.

بلخوا سوداګر وایي، په ګمرک کې یې د اموالو د محصول چارې چټکې ترسره کېږي او دوی یې له فعالیته خوښ دي.

د کندهار یوه سوداګر عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل: «مخکې زموږ تجارتي اموال په ګمرک کې د محصولېدو پر مهال ځنډېدل خو اوس دا ستونزه حل شوې ده.»

یو شمېر سوداګر بیا پر اړینو خوراکي توکو د ګمرکي محصول کمولو غوښتنه کوي او وايي له دې سره به په بازارونو کې د اړتیا وړ مهمو خوراکي توکو بیې ټیټې شي.

د محمد اکرم په نوم یو سوداګر په دې اړه وایي: «د مالیې وزارت مخکې پر ځینو خوراکي توکو ګمرکي محصول کم کړی خو که په روژه کې هم پر ځینو مهمو اړتیا وړ توکو ګمرکي محصول کم شي نو بېوزلو هېوادوالو ته به یې ډېره ګټه ورسېږي.»

خو د مالیې وزارت چارواکي وايي، تازه یې د روژې میاشتې په درناوي د شپږ قلمه خوراکي توکو ګمرکي محصول  له ۱۷ تر ۸۰ سلنه پورې ټيټ کړ.

د مالیې وزارت دغه محصول د روژې په مناسبت پر کچالو، رومیانو، بینډۍ، مڼو، خرما او هندواڼو کم کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، دغه ګام په بازارونو کې د یادو توکو د نرخونو لوړېدو مخنیوي او د هېوادوالو اقتصادي وضعیت ته په پام کې نیولو سره اخیستل شوی دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.