کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د کراچۍ بندر ګمرک د افغان سوداګرو سلګونه کانتینرونه توکي - چې هلته ایسار پاتې وو، لیلام ته وړاندې کړي دي؛ د افغانستان د سوداګرۍ خونې دغه ګام د سیمهییزو او نړۍوالو سوداګریزو قوانینو خلاف بللی دی.
د بيبيسي د راپور له مخې، په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ایسارو کانټینرونو او بارونو پر سر لوړې مالیې او د اوږدې مودې لپاره د تمدېدو لګښتونه د افغان سوداګرو د توکو د لیلام لاملونه بلل شوي دي.
یوه افغان سوداګر مطیعالله هم تایید کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي لارو له تړل کېدو وروسته په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ایسارو توکو لیلام څو ورځې وړاندې پیل شوی دی.
په راپور کې راغلي، د افغانستان سوداګرۍ خونې چارواکو د پاکستان دغه ګام د سیمهییزو او نړۍوالو سوداګریزو قوانینو خلاف بللی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پاکستان د روان میلادي کال په لومړيو کې له دغه هېواده د افغان ترانزیټي توکو د ایستلو اجازه ورکړه او ویې ویل چې افغان سوداګر کولی شي له کراچۍ او نورو بندرونو خپل ایسار توکي بېرته اصلي او یا نورو هېوادونو ته ولېږدوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هغه مهال ویلي وو چې د پاکستان په بندرونو کې د افغان سوداګرو شاوخوا ۱۵ زره ایسار کانټینرونه او محمولې له دغه برخلیک سره مخ دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د معلوماتو له مخې، له دغو توکو څه د باندې شپېته سلنه بېرته اصلي هېوادونو ته چې ترې راوارد شوي وو، استول شوي او یو څه اندازه په ایران کې چابهار او بندر عباس ته لېږدول شوي دي.