Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې سلګونه معلولین وايي د میاشتني حقونو له لېستونو یې نومونه ایستل شوي

ترینکوټ (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۲): په اروزګان کې یو شمېر معلولین وايي، د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري یې نومونه له هغو لیستونو ایستل شوي چې له مخې یې، د دوی د معلولیت کچې ته په کتو میاشتني حقوق ورکول کېدل.

هغوی زیاتوي، کلونه یې په دغو پیسو خپلو کورنیو ته نفقه برابره کړې خو له تېر یوه کال راهیسې ورڅخه بې‌برخې شوي دي.

په خپله د یاد ریاست مسوولین هم وايي، په دې وروستیو کې یې د سلګونو هغو معلولینو نومونه له خپلو لیستونو ایستلي چې یا یې د معلولیت کچه کمه وه او یا یې دوه ځایه حقوق ترلاسه کول.

د اروزګان د چورې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالباري- چې یو لاس او یوه پښه یې فلج دي- پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېر یوه کال راهیسې یې میاشتني حقوق نه دي ورکړل شوي چې له امله یې دی او کورنۍ یې له ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه زیاته کړه، د شهیدانو او معلولینو ریاست دده په ګډون د سلګونو کسانو نومونه د میاشتنیو حقونو ورکړې له لیستونو ایستلي دي.

نوموړی وايي، کلونه یې پر دغو پیسو د خپلې لس کسیزې کورنۍ نفقه برابره کړې خو اوس نه ورکول کېږي.

د صالح‌محمد په نوم د مرکز ترینکوټ یو معلول هم ادعا کوي چې له خپل میاشتني حق څخه بې‌برخې شوی چې کلونه یې ترلاسه کړی و.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، نه پوهېږي د اړوند ریاست له خوا ولې دغه چلند ورسره شوی، په داسې حال کې چې د ګټې وټې لپاره بدیله لار هم نه لري.

نوموړی وایي، هرځل چې ریاست ته ورځي نو ورته ویل کېږي چې نوم یې په لیست کې نشته.

د هغه په خبره، یوازې دی نه دی، بلکې سلګونه نور معلولین هم پر ورته برخلیک اخته شوي دي.

له دې ور هاخوا سلګونه نور معلولین چې نومونه یې په لیستونو کې شته، د میاشتنیو حقونو پر وخت نه ورکولو له امله شکایت کوي.

د چورې ولسوالۍ د معلولینو ټولنې مشر عبدالنافع پژواک خبري اژانس ته وویل: «حقوق مو په میاشتو میاشتو ځنډېږي او په وخت نه راکول کېږي، په داسې حال کې چې همدا مو د کورنۍ د نفقې یوازینی مدرک دی.»

هغه زیاته کړه، کله چې د شهیدانو او معلولینو ریاست ته مراجعه کوي نو ورته ویل کېږي چې بودجه نشته.

هغه د معلولینو د دغو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د اروزګان د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مني چې په دې وروستیو کې یې ګڼ شمېر کسان له خپلو لیستونو لرې کړي او پر ځای یې نور شامل کړي دي.

د یادې ادارې رییس مولوي منظور پژواک خبري اژانس ته وویل، د سلګونو هغو معلولینو نومونه یې له خپلو لیستونو ایستلي چې یا یې د معلولیت کچه کمه وه او یا یې دوه ځایه حقوق ترلاسه کول.

هغه زیاته کړه، موده مخکې له یو شمېر نورو ادارو سره یوه ګډه کمېټه جوړه شوه څو د اروزګان په کچه ټول معلولین ثبت او د معلولیت کچه یې معلومه کړي.

نوموړی وايي، د کمېټې د کار په پایله کې ۱۵۰ هغه معلولین چې د تېر حکومت پر مهال د واسطو له مخې ثبت شوي وو او یا یې د معلولیت کچه کمه وه، له لیسته و ایستل شول؛ دغه راز ۳۰۰ هغه معلولین چې د امارت اړوند وو او د حکومت په راتګ یې دندې پیدا کړې، د مستحقینو له لیسته وایستل شول.

د هغه په خبره، دا چاره روانه ده او کېدای شي د دغه ډول معلولینو شمېر ډېر شي؛ ځکه کلونه یې په اړیکو او واسطو د نورو حق خوړلی دی.

نوموړي دا هم ومنله چې د ډېر شمېر مستحقینو میاشتني امتیازات په وخت نه دي اجرا شوي چې لامل یې د بودجې کمښت دی.

د هغه په خبره، دا مهال له دې ادارې سره ۳ زره معلولین ثبت دي چې ۲ زرو ته یې د هغوی د تېر کال حقوق رسولي او پاتې زرو ته د بودجې تر راتګ ځنډېدلی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.