پل علم (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): د لوګر د پل علم ښاروالۍ مسوولین وایي، د پل علم ښار د ښاري نظم په موخه يې کمپاین پیل کړی چې په ترڅ کې به یې د ښار له څلورلارو او سړکونو غرفې او لاسي کراچۍ راټولې او یوه ځانګړي ځای ته ولېږدول شي.
د ښاروالۍ د مطبوعاتو مسوول قیس احمد عالمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د پل علم ښاریانو او د کابل-ګردېز لویېلارې موټرچلوونکو د شکایتونو له مخې په دغه ښار کې په غیرقانوني بڼه د لاسي کراچیو او غرفو د ځای پر ځای کېدو له امله ښار کې ګڼهګوڼه زیاته شوې او دې چارې خلکو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.
هغه زیاته کړه، پل علم ښاروالۍ له امنیتي ارګانونو سره په بشپړې همغږۍ د خلکو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ښار له عمومي څلورلارو او واټونو څخه لاسي کراچۍ او غرفو راټولولو کمپاین پیل کړ.
نوموړی زیاتوي، دغه کمپاین به یوه اونۍ دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د راټولو شوو غرفو او کراچیو کاریګرو ته یو ځانګړی ځای په نښه او د کار کولو قانوني اجازه ورکړل شي.
هغه همدارنګه د پل علم له ښاریانو، د لاسي کراچیو او غرفو له کاریګرو وغوښتل چې په دغه کمپاین کې ورسره همکاري وکړي.
بلخوا، په پل علم ښار کې د لاسي کراچیو او غرفو کاریګر د پل علم ښاروالۍ پرېکړه ناعادلانه بولي او زیاتوي، که ښاروالي دغه کمپاین عملي کړي سلګونه ځوانان چې د اقتصادي ستونزو له امله په لاسي کراچیو او یا هم د سړک غاړو غرفو کې کار کوي، وزګار شي.
د پل علم ښار په شهیدانو څلورلارې کې د رحمتالله په نوم یو کس -چې په خپله لاسي کراچۍ کې یې ګندنه او پالک د پلور په موخه بار کړي- پژواک خبري اژانس ته وویل، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او که چېرې د پل علم ښاروالۍ له ښاره لاسي کراچۍ او غرفې ټولې کړي، د ده په ګډون سلګونه ځوانان به وزګار شي.
همداراز د پل علم ښار په ازادۍ څلورلارې کې د لطفالله په نوم یو کس چې د لاسي کراچۍ په وسیله کار کوي پژواک ته وویل، دا پرېکړه د بېوزله کاریګرو پر ورځنیو کارونو ۸۰ سلنه منفي اغېزې کولای شي.
نوموړي د پل علم ښاروالۍ ته وړاندیز وکړ، وړاندې له دې چې له ښاره لاسي کراچۍ او غرفې ټولې کړي، باید د لاسي کراچیو او غرفو په وسیله کاریګرو ته د ښار په یوه مهمه سیمه کې د کار کولو ځای برابره کړي.
باید وویل شي، تېر کال هم د لوګر ولایت پل علم ښاروالۍ د ښاري نظم په موخه په ځینو سیمو کې ورته کمپاین ترسره کړ، خو تر یوې میاشتې ځنډ وروسته د ښار بڼه د پخوا په شان لاسي کراچیو او غرفو ونیوله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP