پلخمري (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۲): د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دهصلاح ولسوالۍ کې د نشهیي توکو جوړولو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د دغه ولایت د امیې قوماندانۍ سرپرست ملا اختر محمد بریالي د وري په ۱۲مه پژواک اژانس ته وویل له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو وړمه ورځ د بغلان ولایت په دهصلاح ولسوالۍ کې د نشه یي توکو جوړولو یوه کارخونه کشف کړې او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
دی وايي، نیول شوو کسانو منلې چې د نشهیي توکو جوړولو په دې کارخونه کې یې د شیشې په نوم نشهیي توکي جوړول چې تر ټولو خطرناک او زهرجن مواد دي.
نیول شوي کسان هم د نشهیي توکو پر جوړولو اعتراف کوي او وايي، له ډېرې وزګارتیا یې په دغه کار لاس پورې کړی و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP