ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د نشه‌یي توکو جوړولو یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده

بغلان کې د نشه‌یي توکو جوړولو یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده

author avatar
1 Apr 2023 - 15:45
بغلان کې د نشه‌یي توکو جوړولو یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده
author avatar
1 Apr 2023 - 15:45

پلخمري (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۲): د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ده‌صلاح ولسوالۍ کې د نشه‌یي توکو جوړولو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.

د دغه ولایت د امیې قوماندانۍ سرپرست ملا اختر محمد بریالي د وري په ۱۲مه پژواک اژانس ته وویل  له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو وړمه ورځ د بغلان ولایت  په دهصلاح ولسوالۍ کې د نشه یي توکو جوړولو یوه کارخونه کشف کړې او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.

دی وايي، نیول شوو کسانو منلې چې د نشه‌یي توکو جوړولو په دې کارخونه کې یې د شیشې په نوم نشه‎یي توکي جوړول چې تر ټولو خطرناک او زهرجن مواد دي.

نیول شوي کسان هم د نشه‎یي توکو پر جوړولو اعتراف کوي او وايي، له ډېرې وزګارتیا یې په دغه کار لاس پورې کړی و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.